تازه خبرونه
د پاکستان او ترکیې استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په ایکس پاڼه کې دا لیدنه “جامع” وبلله؛ خو د جزئیاتو په اړه یې څه ندي ویلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان او ترکیې ځانګړو استازو محمد صادق او جهاد ارګینای په روانه اوونۍ کې د وروستیو پرمختګونو، سیمهییز ثبات او امنیتي ننګونو، بیاکتنه، بحث او خبرې کړي؛ خو هیڅ لوري د خبرو اترو جزئیات یا د هغوی پایلې په ډاګه کړې ندي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په ایکس پاڼه کې دا لیدنه “جامع” وبلله؛ خو د جزئیاتو په اړه یې څه ندي ویلي.
دغه راز انقرې او په کابل کې د ترکیې سفارت د دغو خبرو په اړه چوپتیا غوره ګڼلې؛ خو ترکیې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی ساتلی او د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته یې اجازه ورکړې، چې په هېواد کې د افغانستان ماموریتونو مدیریت پرغاړه ولري.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې پاکستان په پرلهپسې توګه پر افغانستان له وسلوالو څخه د ملاتړ تور لګوپ او وایي؛ وسلوالو ته اجازه ورکوي، چې له خاورې یې فعالیت وکړي.
اسلامي امارت پر ځلونو ویلي، چې د خپلو اتباعو پر وړاندې د پاکستاني پوځ د بې کفایتۍ مسوولیت نلري.
دا یوه اوږده مسله ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راپدېخوا د کابل چارواکو سره اړیکې ترینګلې کړې دي.
ویل کیږي، چې پاکستان تل پر دښمنانه پالیسیو د افغانستان د نظامونو د ویجاړولو هڅې کړې دي.