تازه خبرونه
د پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو لهخوا د افغان ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه خپاره شويو راپور ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ د پاکستان خلک د واکمنو بنسټونو له هغو پالیسیو ملاتړ نهکوي، چې په کې افغان ملکي وګړي وژل کیږي.
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي پالیسي باید د ملکي ځاني زیانونو په اړه د خپلو خلکو اندونه په پام کې ونیسي او د ملکي افغانانو د کورونو له ویجاړولو ډډه وکړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو د پاکستان د پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي.