تازه خبرونه

د پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول

په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.

Published

on

پاکستانيو رسنیو د صنعتي سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د لارو د بندېدا له کبله افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات بشپړ بند شوي، چې له کبله یې د دې صنعت نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو صادرات اوس له بشپړ زیان سره مخ شوي دي.

په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.

ځینو شرکتونو راپور ورکړی، چې د سلګونو میلیون روپیو ارزښت لرونکي توکي ځنډول شوي دي.

د پاکستان د درملو جوړونکو ټولنې استازو خبرداری ورکړی، چې دې بندېدا افغانستان او نورو سیمو ته صادرات ۱۰۰ سلنه اغېزمن کړي او شرکتونو ته یې نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

دوی وايي، چې افغانستان د پاکستان ترټولو لوی ځمکنی سوداګریز ملګری دی او منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ یوه مهمه لار هم ګنل کیږي. د دې لارې بندېدا نه یوازې د درملو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د سیمه‌ییز اتصال پروژه( د پاکستان-ازبکستان-افغانستان اوسپنې‌پټلۍ ) یې هم له خطر سره مخ کړې ده.

د پاکستان تولیدوونکو له حکومت غوښتنه کړې، چې د بشري دلایلو له مخې د درملو لېږد ته بېړنۍ اجازه ورکړي او اندېښنه څرګندوي؛ د تودوخې له کبله شونې ده، چې حساس درمل؛ واکسینونه او انسولین خراب شي.

Trending

Exit mobile version