تازه خبرونه
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال چین ته سفر کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په ډاګه کړې، چې اسحاق ډار به له وانګ يی سره د جنوبي آسیا د سیمهییز وضعیت او د سولې او ثبات لپاره د هغې د اغېزو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به سبا (دوشنبه) بیجینګ ته سفر وکړي، چې د سفر موخه یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره خبرې اترې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په ډاګه کړې، چې اسحاق ډار به له وانګ يی سره د جنوبي آسیا د سیمهییز وضعیت او د سولې او ثبات لپاره د هغې د اغېزو په اړه خبرې وکړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: “دواړه خواوې به د پاکستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو بیاکتنه وکړي او د دوه اړخیزو ګټو سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه به نظرونه تبادله کړي.”
د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم اعلان کړی، چې د دې وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي به روانه اوونۍ کې چین ته سفر وکړي.
