تازه خبرونه

د پاکستان د وېزه غوښتونکیو په ټېل ماټېل کې ۱۲ میرمنې مړې شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۳۹۹)

 د ننګرهار د جلال آباد ښار په فوتبال لوبغالي کې د پاکستان د وېزې د تر لاسه کوونکیو له ټېل ماټېله دولس ښځې مړې شوي او دولس نور کسان ټپیان دي.

د سې شنبې پر ورځ د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په ډاګه کړې وه، چې ټول وېزه غوښتوونکي دې د چارشبنې پر ورځ له پاسپورتونو سره د جلال آباد فوتبال ډګر ته راشي. هغمه و، چې په لومړي ځل شاوخوا ۳۰ زره کسان د فوتبال ډګر ته راټول او د ټېل ماټېل له کبله په کې دولس ښځې تر پښو لاندې مړې او دولس نور کسان ټپیان شول.

د ولایتي ادارې د نوې طرحې له مخې؛ ټولو وېزه غوښتونکیو ته اعلان شوی و، چې د جلال آباد د فوتبال ډګر ته راشي او خپل پاسپورټونه د ټوکن د ترلاسه کولو لپاره د ولایت استازیو ته وسپاري؛ خو د خلکو د شمېر د ډېرېدو له کبله دغه بهیر ناکامه شو.

نوګل  نومي وېزه غوښتوونکي ویلي، پاکستان افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د یو لړ آسانتیاوو د رامنځته کولو اعلان کړی و؛ خو اوس هم پلی شوی ندی.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د فوتبال په میدان کې د چارشنبې د ورځې تر پایه د ولایت د استازیو له خوا دېریش زره پاسپورتونه د پاکستان له وېزه غوښتوونکیو راټول شوي وه؛ خو خلک نه پوهېږي، چې اوس څه کېږي او له چا څنګه پاسپورت ترلاسه کړي.

څارونکي وايي، د وېزه غوښوونکیو د ستونزې حل له پاکستان سره دی؛ ځکه پاکستان باید یا د وېزو د ورکړې شمېر ډېرکړي او یا دې د وېزې د ورکړې د بهیر او تنظیم چارې خصوصي سکتور ته وسپاري.

Trending

Exit mobile version