تازه خبرونه
د پاکستان قومي مشران له TTP سره د خبرو لپاره کابل ته رارسېدلي
د شنبې پر ورځ د زمري پر اتمه د پاکستان د قومي مشرانو یو ۱۷ کسیز پلاوی له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره کابل ته راغلی دی.
د دان نیوز د څرګندونو له مخې؛ د قومي مشرانو دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې روانه اوونۍ د پاکستان د لوړ پوړیو دیني عالمانو یوې اته کسیزې ډلې د TTP له مشرتابه سره له خبرو اترو وروسته پاکستان ته ستنه شوې ده.
د دغو عالمانو اته کسیز پلاوی د مفتي تقي عثماني پر مشرۍ کابل ته راغلی و.
دان نیوز د عالمانو د پلاوي د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې عثماني وکولی شول اړوند اورپکو ته قناعت ورکړي، چې د پاکستان اساسي قانون تر بیاکتنې لاندې راغلی او په کې داسې هیڅ نشته، چې غیر اسلامي وبلل شي.
