تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو ۱۰۵ افغان بندیانو خوشې شول

د قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان شاوخوا یوه میاشت مخکې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو نیول شوي او بنديان شوي وه.

Published

on

په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ څرګنده کړې: د هېواد ۱۰۵ وګړي، چې په کې ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان هم دي؛ د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان شاوخوا یوه میاشت مخکې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو نیول شوي او بنديان شوي وه.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو په زندانونو کې سلګونه افغان وګړي، د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې آزاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي کسان د چمن – سپین بولډک له لارې هېواد ته ولېږدول شول.

قونسلګرۍ په بهر کې د افغانانو د حقونو د ساتنې او هېواد ته د دوی د خوندي راستنېدا د آسانتیا لپاره د هڅو په لړ کې خپله ژمنه بیا تائید کړه.

Trending

Exit mobile version