تازه خبرونه

د پاکستان له طب څانګې د افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد

مجاهد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او افغان زدهکړیالانو ته د خپلو زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام اتمې خبري ناستې ته د پاکستان له لوري د طبي څانګو افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ وړ بللې ده.»

مجاهد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او افغان زدهکړیالانو ته د خپلو زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، چې افغان زده‌کړیالان له پاکستان څخه وتلو ته اړ نه‌کړي او په ښوونیزو بنسټونو کې یې جذب کړي.

له هغې وروسته، چې د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنځیو افغان زده‌کړیالانو ته د ستنېدا امر وکړی او تحصیلي بنسټونه یې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو منع کړل؛ پر وړاندې یې د افغانستان حکومت خپل غږ پورته کړ.

د دې شورا د سپټمبر د لومړۍ د لارښود له مخې: هغه افغان وګړي، چې له دې مخکې په پاکستان کې د طب یا غاښونو په ښوونیزو پروګرامونو کې شامل شوي؛ باید افغانستان ته ستانه شي. ښوونیز بنسټونه هم اړ دي، چې د زدهکړیالانو د وتلو اړوند ټول اداري پړاوونه، د نه‌ممانعت سند (NOC) په ګډون، بشپړ کړي.

دې شورا زیاته کړې، په روان ښووننیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان وګړو ته د طب او غاښونو په برخه کې د نوې شاملېدا، لېږد، انتقال، ښوونیز مهاجرت او نورو آسانتیاوو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا دا نه‌دي ویلي، چې اوس‌مهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په پوهنځیو کې څو افغان زده‌کړیالان زده‌کړې کوي او آیا هغه زده‌کړیالان، چې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو په درشل کې دي؛ له دې پرېکړې مستثنا دي که نه.

دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې سختې ترینګلې شوي او اسلام‌‌آباد د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړی دی.

Trending

Exit mobile version