تازه خبرونه

د پاکستان پارلمان د افغانانو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې د کنفرانس کوربتوب کوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۳۹۹)

راتلونکې اوونۍ به د پاکستان ولسي جرګه د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو او د سوداګرۍ او ترانزیت د ستونزو او ننګونو د حل لپاره د اقتصادي او سوداګریز کنفرانس کوربه وي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس به په اسلام آباد کې د افغانستان د ۱۷ کسیز پارلماني پلاوي او د افغان سوداګرو او پانګوالو د استازیو په ګډون ترسره کیږي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې سیاسي مشران، پوهان، پانګوال او سوداګر برخه لري.

ویل کیږي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د اکتوبر پر ۲۶ د کنفرانس د پرانیستې مراسمو ته وینا وکړي او د غونډې په بهیر کې به د افغان ولسمشر اشرف غني ویدیوي پیغام هم خپور شي.

کنفرانس د مثبت بدلون او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حلولو یوې لارې او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او پارلماني همکارۍ او همغږۍ لپاره نوې لارې لټوي.

Trending

Exit mobile version