Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر پر غوښتنه منحل شو

خپور شوی

د

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر پرون (چارشنبه د زمري ۱۸ ) ناوخته څرګنده کړه، چې د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر شهباز شریف پر غوښتنه او د ولسمشر د سپارښتنې له مخې منحل شوی دی.

د پاکستان له ولسمشره د نواز شریف دا غوښتنه د پارلمان د پېنځه کلن پېر له پای ته رسیدو درې ورځې مخکې وشوه، چې د اګست پر ۱۲ نېټه پای ته رسیږي.

شهباز شریف په دې هیله دا غوښتنه کړې، چې د روانو سیاسي او اقتصادي بحرانونو په بهیر کې سیاسیون ټاکنو ته هیله من شي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په راتلونکیو ۹۰ ورځو کې د نویو عمومي ټاکنو تر ترسره کېدو پورې باید لنډمهالی حکومت د پاکستان په پارلمان کې د شهباز شریف او د اپوزیسیون د یوه مشر له‌خوا جوړ شي.

د پاکستان لومړي وزیر له دې مخکې د چارشنبې پر ورځ د پارلمان غړیو ته د وینا پر مهال ویلي وه، چې ولسمشر ته به د پارلمان د منحلولو وړاندیز وکړي او د پنجشنبې پر ورځ به د اپوزیسیون له یوه مشر سره هم خبرې پیل کړي، چې د وړاندیز شویو نومندانو له ډلې څخه د دواړو خواوو لخوا د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه یو نوماند معرفي کړي.

د دغه راپور له مخې: په پاکستان کې د عامو ټاکنو او رایې ورکولو پایلې ممکن څو میاشتې وځنډول شي ؛ځکه د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري، چې د نوې سرشمېرنې له مخې په سلګونه ټاکنیزې حوزې بیا جوړې کړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ شنونکي وايي، چې په پاکستان کې د عامو ټاکنو په ترسره کولو کې هر راز ځنډ د خلکو غصه راپارولی شي او ورسره به په اتومي وسلو لرونکي حکومت کې هم بې ثباتي ډېره شي.

د پاکستان وروستۍ ملي ټاکنې د ۲۰۱۸ ز. کال په جون کې شوې وې، چې تحریک انصاف یې بریا خپله کړه او د کرکت پخوانی لوبغاړی عمران خان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د سې شنبې پر ورځ د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې له مخې د عمران خان سیاسي هڅې د پېنځه کلونو لپاره ودرول شوې.

سیمه ییز خبرونه

هند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل

نوي ډیلي د اسلام‌آباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.

Published

on

هند او پاکستان د جمعې پر ورځ له یوې سرحدي پېښې وروسته د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل.

نوي ډیلي د اسلام‌آباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې هندي سرحدي ځواکونو د جمعې پر ورځ د بدیان په اړوند سرحدي سیمه کې دوه بې‌وسلې پاکستاني ملکي وګړي« له پارونې پرته او په مرګوني ځواک» وژلي دي.

د پاکستان  بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې:« پاکستان پر کلکه هغه هر ډول هڅه ردوي، چې وژل شوي کسان “نفوذي کسانو” معرفي کړي.»

اسلام‌‌آباد د هند د سفارت شارژدافیر هم احضار کړی او د دغې پېښې په اړه یې د« سمدستي، رڼې او باوري څېړنې» غوښتنه کړې ده.

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ادعاوې« بې‌بنسټه او له موخې سره تړلې» بللې او څرګندوي، چې په نوي ډیلي کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د هغه څه له کبله احضار کړی، چې هند یې« له پاکستان څخه د ناقانونه نفوذ د دوام آسانتیا» بولي.

هند ویلي، درې کسان د پنجاب ایالت د فیروزپور سیمې ته ننوتلي وه او د هندي سرحدي ځواکونو له پرله‌پسې خبرداریو سره سره، چې پاکستان ته ستانه شي؛ د پولې د اغزن سیم پر لور روان شوي وه.

د هند  بهرنیو چارو وزارت ویلي، سرحدي ځواکونو د دغو کسانو د مخنیوي لپاره اقدام وکړ؛ ځکه دغو کسانو« د امنیت سمدستي ګواښ» رامنځته کړی و.

نوي ډیلي له پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلې خاورې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي او د پولې او دوه‌اړخیزو هوکړو درناوی وکړي.

د هند او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ز. کال له څلور ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې په وروستیو څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته وه، اوس هم ترینګلې دي. دغه جګړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د وسله‌وال برید له کبله ۲۶ کسان ووژل شول.

هند پاکستان د دغه برید په ملاتړ تورن کړ؛ خو اسلام‌‌آباد دا تور رد کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

Published

on

د امریکا حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.

په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.

همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.

د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

Published

on

امریکايي او ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د اووه میاشتني جنګ د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو په لړ کې له منځګړو سره بېل بېل غږېدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند او په هرمزتنګي کې د بېړۍ‌چلونې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه د خپلو شرطونو په تړاو د امریکا ځواب ته سترګې پر لار دی.

نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن د سوله‌ییزې حللارې په لټه کې وي؛ ایران خپل وړاندیز وړاندې کړی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تائید کړې، چې امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ له منځګړو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه؛ تمه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ روانې وي.

د ایران په وړاندیز کې د نښتو درول، د ځینو بندیزونو او د تېلو اړوند محدودیتونو لرې کول، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.

تهران ویلي، د دغې اړینې بحري لارې بیا پرانیستل به د شرطونو له پوره کېدا سره تړاو ولري؛ خو د دواړو لوریو دریځونه اوس هم سره توپیر لري او د نویو ډیپلوماټیکو هڅو پایله تر اوسه روښانه نه‌ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!