تازه خبرونه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان انځرو یوه لارۍ وسوځول شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (سې شنبه د وږي ۷ ) ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په لورلايي سیمه کې د درې سوه زره امریکایي دالرو پر ارزښت د افغان انځرو یوې لارۍ ته اور اچول شوی دی.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي دغه موضوع تائید کړې او آریانانیوز ته یې ویلي، چې دا مسله به د دواړو هېوادونو ترانزیتي اړیکې زیانمنې کړي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت باید د ترانزیت له اصولو سره سم له دغه هېواد څخه د تېریدونکیو توکو امنیت خوندي کړي.
خانجان الکوزي ویلي، چې دوی دا موضوع د پاکستان له چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ژمنه کړې، چې دا ډول پېښې به بیا نهتکرارېږي.
د خانجان الکوزي د څرګندونو له مخې؛ دا درېیم ځل دی، چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
د ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویدیوګانو کې لیدل کېږي، چې پر یو لوی موټر اورلګېدلی او سربېره پر دې د نورو لاریو دریورانو د دې پېښې په غبرګون کې د لورلايي لویه لار بنده کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ یو مسوول عبدالله عزام د دې پېښې یوه ویدیو هم په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره کړې ده.
هغه د دې ویدیو د خپرېدا ترڅنګ لیکلي، چې وحشیانو دا کار وکړ.
نوموړي دغه عمل يو خیانت وباله او څرګندوي، چې دغه عمل د دواړو هېوادونو سوداګريزیزې اړيکې زيانمنولی شي.
هغه څرګنده کړې: دا په هیڅ صورت د منلو وړ نهده. که پاکستان له افغانستان سره ښې اقتصادي او ترانزیتي اړیکې غواړي؛ نو باید د داسې پېښو مخه ونیسي.
عبدالله عزام د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې څرګندوي؛ ورانکارو لومړی پر لارۍ ډزې کړي او له تېلو اچولو وروسته یې بیا اور وراچاولی او دا هر څه د پولیسو له مرکز څخه ډېر لرې پېښ شوي نهدي.