تازه خبرونه
د پاکستان په راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو او جبري شړلو لړۍ ګړندۍ شوه
د راولپنډۍ ښار د پولیسو افسر (سي پي او) د راول پوټوهار او صدر ډیویژنونو پولیسو ته امرونه صادر کړي او لارښوونه یې کړې چې د فډرالي حکومت د بېرته ستنېولو له پالیسۍ سره سم همغږي عملیات پیل کړي.
د راولپنډۍ د پولیسو منسوبینو پولیسي ځواکونو ته امر کړی: هغه ناقانونه افغانان، چې د استوګنې اسناد نلري؛ ونیسي او افغانستان ته یې د استولو لپاره ټاکلیو توقیف ځایونو ته ولېږدوي.
د راولپنډۍ ښار د پولیسو افسر (سي پي او) د راول پوټوهار او صدر ډیویژنونو پولیسو ته امرونه صادر کړي او لارښوونه یې کړې چې د فډرالي حکومت د بېرته ستنېولو له پالیسۍ سره سم همغږي عملیات پیل کړي.
د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ پولیسو د راولپنډۍ د اوسېدونکو د هویت پېژندلو لپاره عملیات پیل کړي. په ځانګړي توګه هغه کسان نیسي، چې په کرایي کورونو کې ژوند کوي.
مخکې له دې په اسلامآباد کې افغان کډوالو راپور ورکړی و، چې کورنۍ یې ناڅاپه نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې؛ پاکستان د اپریل له لومړۍ څخه د جولای تر پېځلسمې پورې شاوخوا ۲۸۶ زره ۶۳۱ افغانان جبري ایستلي دي.
تازه خبرونه
د ښځو حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له پرمختګ پرته، له اسلامي امارت سره تعامل به دوام ونکړي – امریکا
د روسیې استازې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو، د بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ د افغانستان ستونزې یوازې د باور پر بنسټ د خبرو له لارې له واکمنو چارواکو سره حل کېدی شي. هغې د داعش ګواښ، د نشهیي توکو قاچاق او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د بېلابېلو دریځونو له مطرح کېدا سره جوړه شوه، چې هر هېواد په کې د افغانستان د وضعیت، د اسلامي امارت د کړنو او له کابل سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکي تعامل په اړه خپله ارزونه وړاندې کړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مدیریت او اصلاحاتو استازي جفري بارټوس ویلي، د دوحې په بهیر کې څرګند پرمختګ «اختیاري نه، بلکې یوه بېړنۍ اړتیا» ده. هغه خبرداری ورکړ، چې نړیواله ټولنه نهشي کولی د نامعلوم وخت لپاره له اسلامي امارت سره تعامل روان وساتي. په داسې حال کې، چې د څرګندونو له مخې یې امریکايي وګړي بندیان دي، د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي شوې نهدي.
دغه راز بارټوس دا نیوکه هم وکړه، چې د اسلامي امارت له لوري یې «د یرغمل نیونې ډیپلوماسي» وبلله او د امنیت شورا له غړو یې وغوښتل؛ د امریکايي وګړو بندي کول او ترهګرو ډلو ته پناه ورکول دې وغندل شي.
هغه زیاته کړې، پر افغان ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخنیوی د یوناما د اغېزناک فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.
هغه وایي: « د طالبانو (اسلامي امارت) سختدریځي مونږ دې ته اړ باسي، چې له ځانه وپوښتو؛ له نړیوالو سرچینو او د تعامل له دوام څخه ترلاسه کېدونکی ارزښت څه دی. یوناما اوس هم د ملګرو ملتونو په سیسټم کې تر ټولو لګښت لرونکی ځانګړی سیاسي ماموریت دی او جدي ارزونې ته اړتیا لري. ټول ماموریتونه، د یوناما په ګډون، باید د لګښت په بدل کې خپل اغېز ثابت کړي او له شته شرایطو سره ځان جوړ کړي.»
د امریکا استازي ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو هر ډول عادي کېدا د دغه حکومت له عملي ګامونو سره تړاو لري او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ژر تر ژره ټاکلو غوښتنه وکړه.
بل لوري ته روسیې له یوه بل ډول چلند ملاتړ وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیالې انا اوستینیګووا ویلي، افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ستونزمن پړاوونه تېر کړي؛ خو بیا هم توانېدلی، چې خپل نسبي ثبات وساتي.
هغې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د یوه خپلواک او پر ځانبسیاینې ولاړ دولت د جوړولو هڅه کوي او نړیواله ټولنه باید د فشار او خبرداریو پر ځای رغنده تعامل غوره کړي.
د روسیې استازې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو، د بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ د افغانستان ستونزې یوازې د باور پر بنسټ د خبرو له لارې له واکمنو چارواکو سره حل کېدی شي. هغې د داعش ګواښ، د نشهیي توکو قاچاق او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
هند هم په دې غونډه کې افغانستان ته د خپلو بشري او پراختیایي مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پرواټهانني ویلي، نوي ډیلي د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پراختیایي پروژې پلې کړي او په وروستیو میاشتو کې یې افغانستان ته واکسین، خوراکي توکي او طبي تجهیزات استولي دي.
هغه د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له بېرته ستنېدونکو سره نوره ډېره مرسته وکړي. د هند استازي همداراز د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو نقض وباله.
پرواټهانني د ملګرو ملتونو راپور ته په نغوته کې وویل، چې د پاکستان له لوري د هوايي بریدونو او نښتو له کبله سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي. هغه ټینګار وکړ:«د ملکي وګړو وژنه د ترهګرۍ ضد مبارزه نهشي بلل کېدی» او پر پاکستان یې د مرګونو بریدونو د توجیه کولو له کبله نیوکه وکړه.
پاکستان دغه څرګندونې رد کړې او د ناامنۍ اصلي پړه یې پر اسلامي امارت واچوله.
د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد امنیت شورا ته ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، د بلوچستان د آزادۍ پوځ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون یو شمېر ډلې اوس هم د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
عاصم افتخار احمد ادعا کړې، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې پاکستان له ۵۳۰۰ څخه د ډېرو ترهګریزو بریدونو شاهد و او له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان په کې وژل شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو بریدونو ډېری برخه له افغانستان څخه تنظیم شوې ده.
دغه راز د پاکستان استازي د افغانستان میشتو وسلوالو ډلو د ګواښونو په اړه د یوناما د راپورونو پر کمزورۍ نیوکه وکړه او څرګندوي؛ د ملګرو ملتونو راپورونو د بهرنیو ځواکونو د پاتې شویو وسلو، د ترهګرۍ د تمویل او د افغانستان د ناقانونه اقتصاد موضوع ته کافي پاملرنه نهده کړې.
هغه ټینګار څرګند کړ، چې پاکستان اوس هم له اسلامي امارت سره د خبرو ملاتړ کوي؛ خو تمه لري، چې کابل د وسلوالو ډلو پر ضد «د باور وړ او نه بدلېدونکي» اقدامات ترسره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، چې دمګړۍ افغانستان له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخ دی.
دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې اسلامي امارت د خپلو استازو پر نه ګډون نیوکه کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید د غونډې برخهوال وي، چې خپل لیدلوری او دریځ په مستقیم ډول مطرح او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.
اسلامي امارت تل ویلي، چې د دوحې هوکړې امنیتي ژمنو ته ژمن دی او د ښځو او نجونو حقونه هم په افغانستان کې د شریعت له مخې خوندي دي.
تازه خبرونه
امنیت شورا دې له افغانستان سره تعامل ته لومړیتوب ورکړي – اسلامي امارت
د اسلامي امارت مسوولانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید په دې ډول غونډو کې ګډون ولري، چې د هغوی لیدلوري هم په مستقیم ډول مطرح شي او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درې میاشتنۍ غونډې له جوړېدا سره هممهاله د اسلامي امارت چارواکو له دې شورا غوښتي، چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعامل د خپلو خبرو اترو په لومړیتوبونو کې راونغاړي.
د اسلامي امارت مسوولانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید په دې ډول غونډو کې ګډون ولري، چې د هغوی لیدلوري هم په مستقیم ډول مطرح شي او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.
ټاکل شوې، چې د امنیت شورا غړي په نننۍ غونډه کې د تېرو درې میاشتو پر مهال د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت وارزوي. تمه ده، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو راتلونکی او د هېواد بشري وضعیت هم د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د امنیت شورا تر راتلونکو اته ورځو په کمه موده کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د ماموریت غځولو یا پای ته رسولو په اړه پرېکړه کوي.
د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې هم ویلي وه، چې د یوناما راپورونه باید د افغانستان شته واقعیتونه منعکس کړي او د هېواد پرمختګونو او بنسټیزو موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له افغانستان څخه د امریکا پوځي وتلو د ارزونې بهیر د بشپړېدا په درشل کې دی او تمه ده، چې راپور یې په روان اوړي کې خپور شي.
هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې ارزونې ټولې بنسټیزې برخې؛ د مرکو او د محرمو اسنادو د ارزونې په ګډون، بشپړې شوې دي.
ټاکل شوې، چې د ارزونې راپور د پرېکړو د بهیر، عملیاتي ننګونو او هغو پېښو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال او تر هغې وروسته په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو مهمه موضوع پاتې شوې ده.
-
تازه خبرونه2 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري2 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه2 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تحول3 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
لوبی1 day agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
