تازه خبرونه

د پاکستان په راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو او جبري شړلو لړۍ ګړندۍ شوه

د راولپنډۍ ښار د پولیسو افسر (سي پي او) د راول پوټوهار او صدر ډیویژنونو پولیسو ته امرونه صادر کړي او لارښوونه یې کړې چې د فډرالي حکومت د بېرته ستنېولو له پالیسۍ سره سم همغږي عملیات پیل کړي.

Published

on

د راولپنډۍ د پولیسو منسوبینو پولیسي ځواکونو ته امر کړی: هغه ناقانونه افغانان، چې د استوګنې اسناد نلري؛ ونیسي او افغانستان ته یې د استولو لپاره ټاکلیو توقیف ځایونو ته ولېږدوي.

د راولپنډۍ ښار د پولیسو افسر (سي پي او) د راول پوټوهار او صدر ډیویژنونو پولیسو ته امرونه صادر کړي او لارښوونه یې کړې چې د فډرالي حکومت د بېرته ستنېولو له پالیسۍ سره سم همغږي عملیات پیل کړي.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ پولیسو د راولپنډۍ د اوسېدونکو د هویت پېژندلو لپاره عملیات پیل کړي. په ځانګړي توګه هغه کسان نیسي، چې په کرایي کورونو کې ژوند کوي.

مخکې له دې په اسلام‌آباد کې افغان کډوالو راپور ورکړی و، چې کورنۍ یې ناڅاپه نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې؛ پاکستان د اپریل له لومړۍ څخه د جولای تر پېځلسمې پورې شاوخوا ۲۸۶ زره ۶۳۱ افغانان جبري ایستلي دي.

Trending

Exit mobile version