تازه خبرونه

د پاکستان په روانه جګړه کې ملکي زیانونه د پاملرنې وړ دي – نیویارک ټایمز

د دې رسنۍ د لیکنې له مخې؛ د پاکستان هوايي بریدونه د فبرورۍ له وروستیو څخه پیل شوي او د افغانستان د ملکي ودانیزو بنسټونو تر څنګ یې ځینې پوځي سیمې هم پر نښه کړې دي.

Published

on

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د ملکي وګړو د مرګ‌ او ژوبلې د زیاتېدا زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کېدا ته اړ کړې دي.

د دې رسنۍ د لیکنې له مخې؛ د پاکستان هوايي بریدونه د فبرورۍ له وروستیو څخه پیل شوي او د افغانستان د ملکي ودانیزو بنسټونو تر څنګ یې ځینې پوځي سیمې هم پر نښه کړې دي.

راپور زیاته کړې؛ د پاکستان او افغانستان د غرنیو  سیمو په اوږدو کې نښتې اوس هم روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د درندو زیانونو ادعاوې کوي. په داسې حال کې، چې د سیمې هېوادونو د تاوتریخوالي د کمولو هڅو تر اوسه څرګنده پایله نده لرلې.

د ډیورنډ کرښې د اړوند سیمو اوسېدونکي وایي؛ ګڼې کورنۍ د خپل ژوند د ژغورلو لپاره لنډمهالو کمپونو ته کډه شوي او د اوبو، خوړو او لومړنیو آسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۵ ملکيان وژل شوي او له ۱۱۵ زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

سیاسي شنونکو خبرداری ورکړی؛ د دغو نښتو دوام کولی شي په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پراخ کړي، ځکه اوس هم میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version