تازه خبرونه
د پاکستان پوځي کړیو د خبرو بهیر تل له خنډونو سره مخ کړی – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه دغه کړۍ د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ تل ستونزې رامنځته کړي او د خبرو له لارې یې د اختلافاتو د حل مخه نیولې ده.
مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه دغه کړۍ د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان یا کوم بل هېواد پر وړاندې ناامني رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په دې برخه کې اغېزمنې هڅې کړي؛ خو په پاکستان کې ځینې کړۍ اوس هم پر ناامنۍ او تېري ټینګار کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بهیر د بریا مخه نیسي.
مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې هم ویلي، چې د خیبر پښتونخوا موضوعات او د پاکستان کورنۍ چارې له افغانستان سره تړاو نهلري.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان په هېڅ ځای کې د ناامنۍ غوښتونکی نهدی او تمه لري، چې اړوند هېوادونه خپلې ستونزې د مناسبو لارو له مخې حل کړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې اسلامي امارت په دې ډول موضوعاتو کې لاسوهنه نهکوي.