تازه خبرونه
د پاکستان ځانګړي استازي د مسکو فارمټ په څنډه کې له متقي سره وکتل
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دا ۹۰ دقیقې ناسته د دوه اړخیزو ګټو په اړینو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په ګډون پر اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمهییز امنیت راوڅرخېده.”
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې د مسکو فارمټ په څنډه کې یې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره رغنده لیدنه درلوده.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دا ۹۰ دقیقې ناسته د دوه اړخیزو ګټو په اړینو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په ګډون پر اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمهییز امنیت راوڅرخېده.”
هغه زیاته کړې:”دواړو خواوو د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او هوکړه وشوه، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ آسانتیا لپاره عملي اقدامات په ځانګړي توګه د ګمرکي پروسیجرونو ساده کولو او د مخابراتو بېخبنا ښه کولو له لارې وارزوي. هغه ټینګار کړی، چې د سیمهییزو سوداګریزو دهلیزونو له ظرفیت څخه ګټه پورته کول کولی شي په سیمه کې له اقتصادي ثبات او پرمختګ سره مرسته وکړي.”
هغه زیاته کړې: “دواړو خواوو د امنیتي اندېښنو د حل، د ټرانسپورټي لارو د خوندیتوب ډاډمنولو او له غیرقانوني فعالیتونو سره د مبارزې لپاره د دوامداره خبرو اترو او ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.”
هغه دا هم ویلي: “پلاوو د اوسني امنیتي وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل. په ځانګړي توګه د ترهګرو ډلو شتون او د پولې هاخوا سوداګرۍ او سیمهییزې همکارۍ لپاره د هغې پر اغېزو خپل اندونه تبادله کړي.”
