لوبی
د پاکستان کرکت لوبډلمشر پر جنسي ځورونې تورن شوی
په پاکستان کې یوې میرمنې پرون (شنبه د لیندۍ ۹) د کرکت ملي لوبډلې لوبدلمشر بابر اعظم پر جنسي او فزیکي ځورونو تورن کړ.
دغه ښځه، چې د لاهور اوسیدونکې ده وایي، چې بابر اعظم هغې ته د مرګ ګواښونه هم کړي دي.
هغې پرته له دې، چې وپېژندل شي یوې خبري غونډې ته ویلي: زه او بابر اعظم یوې سیمې کې لوی شوي یو؛ مونږ به تل یوځای وو او د ښوونځي ملګري هم یو. هغه په ۲۰۲۰ کې ماته خپله مینه په ډاګه کړه او ما هم ومنله.
هغې زیاته کړې: اعظم د یوې بېوسې کورنۍ و او په پیل کې مې د اعظم مالي لګښتونو ته هم پام راړولی و.
تر دې دمه پاکستان او د کرکت بورد په دې اړه څه ندي ویلي.
دمګړۍ د پاکستان کرکت ملي لوبډله په نیوزیلینډ کې ۱۴ ورځو قرنطین تېروي.
تر دې دمه د پاکستان د کرکت د ملي لوبډلې اووه غړي پر کرونا ویروس اخته شوي، چې بېژندنه یې پټه ساتل شوې ده.
لوبی
د آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د آسیا ملتونو د جام په روزنیزو(مقدماتي) سیالیو کې د میانمار د ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان لپاره دا لوبه ځانګړې ارزښت لري؛ ځکه ملي لوبغاړي هڅه کوي، چې په ځواکمنه بڼه لوبه وکړي، د سیمې په سیالیو کې خپل مقام پیاوړی کړي او د لوبډلې د پرمختګ بهیر روان وساتي.
د ملي لوبډلې مسوولان وایي، چې لوبغاړي به له پاملرنې سره لوبغالي ته رادننه شي؛ د خپلې لوبډلې پر جوړښت، دفاعي نظم او چټکو هڅو ښه پایه ترلاسه کړي.
دغه راز د میانمار ملي لوبډله هم پر لوړه جذبه لوبغالي ته ننوځي. دا لوبډله د چټکې لوبې او منظم جوړښت له کبله خپله پېژندنه لري او تمه ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ چټکه او زړهراکښونکې سیالي ترسره شي.
دا لوبه د آسیا ملتونو د جام د روزنیزو سیالیو یوه برخه ده؛ سیالي، چې په قاره کې پایلوبې ته د رسېدونکو لوبډلو په ټاکلو کې اړین رول لري.
سپورټي کارپوهان وایي، چې په دې لوبه کې بریا کولی شي د افغانستان هیلي راتلونکو پړاوونو لپاره زیاتې کړي او د لوبډلې نړیوال مقام ته هم وده ورکړي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
-
تازه خبرونه3 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoاروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ3 days agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
