تازه خبرونه

د پاک- افغان بهرنیو چارو وزیران به تر دوه اوونیو په نیویارک کې وویني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې صلاح الدین رباني او خواجه آصف تیلیفوني خبرې کړي او هوکړه شوې، چې په نیویارک کې به تر دوه اوونیو د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې وګوري.   

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې تیلیفوني خبرو کې د هغهخ هېواد د بهرنیو چارو وزیر ځپل سیال ته ویلي، چې اسلام آباد ته له افغانستان سره خبرې زړه راکښونکې دي او له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، امنیتي او ترانزیتي برخو کې ګډ کار ته تیار دي.

پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او د افغانستان پر ثبات یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف  غواړي امریکا ته له سفر مخکې روسیې، چین او ترکیې ته  سفر ولري او د ترمپ د نوې ستراتیژۍ په اړه د دغو هېوادونه  خواخوږي ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version