تازه خبرونه

د پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتووالی به د سولې خبرې له ګواښ سره مخ کړي -میلر

Published

on

رویټرز د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په ژمي کې د طالب جنګیالیو په تاوتریخوالي کې زیاتوالي افغان حکومت هڅولی، چې  پسرلنۍ جګړې ته بشپړ چمتووالی ونیسي، چې دا کار به په افغانستان کې د سولې بهیر نور هم کړکېچن کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د ناټو تر مشرۍ لاندې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر رویټرز ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی بې ساری ډېر شوی دی.

میلر زیاته کړې؛ جګړه اوس د دې ښکارندویي کوي، چې پسرلي بریدونه به د تېر پر پرتله ډېر پراخ وي او نړیوال ډیپلوماټان یې هم د دوحې د تړون له روحیې سره سم نه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اوونیو کې د دوحې خبرې په لویه کچه ځنډیدلي او د اړوند ډلې یو شمېر غړي هم له قطره وتلي دي.

د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې که تاوتریخوالی کم نشي؛ نو د سولې بهیر به خورا ستونزمن شي او د هر اړخ لپاره به دا ډېره سخته وي، چې اړین جوړجاړي وکړي.

دوه حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې افغان حکومت امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې پسرلنیو عملیاتو ته د سرتېرو چمتو کولو ته هڅې چټکې کړي.

دوی زیاته کړې، چې د افغانستان ملي، امنیتي او دفاعي ځانګړي ځواکونه سره همغږي شوي، چې تر یوې قومندې لاندې عملیات وکړي. دغه راز کلیدي سیمو ته لوړ تجربه لرونکي قومندانان ټاکل شوي  او امنیتي ځواکونه په پام کې لري، چې ډېر هوایي بریدونه ترسره او د ځمکنیو زیانونو مخنیوی وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، چې دوی هر ډول جګړې ته چمتو دي. که څه هم  اوس د فعالې دفاع په حالت کې پاتې دي.

طالب سرچینو ویلي، چې د دوی ډېري قومندانانو په دې وروستیو اوونیو کې د جګړې ډګر ته د بللو پرمهال لنډې روزنې  پریښې، چې د سختې جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو کې درې کسانو د طالبانو د هڅو د پراخېدو په اړه رویټرز ته ویلي؛ دوی طالب جنګیالیو لیدلي، چې په جوماتونو کې ناسته ترسره کوي، د خوړو او استخدام پر عملیات یې خبرې کړې دي.

د کندز ولایت یو قومي مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: په تېرو دوه اوونیو کې د جمعې د لمانځه پرمهال د تبلیغاتو بڼه بدله شوې ده. دوی د بریدونو او جګړې په اړه خبرې کوي او په ښکاره خلکو ته بلنه ورکوي، چې له دوی سره یوځای شي. دا یو څرګند پیغام دی، چې دوی په راتلونکي پسرلي کې د بلې مبارزې لپاره چمتووالی نیسي.

د طالبانو یو جنګیالی، چې خپل ځانګړي ځواکونه په پام کې لري؛ رویټرز ته ویلي: دوی جګړې ته چمتووالی نیولی او پر بهرنيو سرتېرو د برید سپارښتنې ته په تمه دي.

هغه زیاته کړې: که دوی په ټاکلي وخت له افغانستان ونه وځي؛ نو امریکا، ناټو او متحدین به یې له یوې خطرناکې جګړې سره مخ شي، داسې جګړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې رامنځته شوې نده.

طالب ویاند د پسرلنيو بریدونو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ؛ خو د لاسلیک شوي تړون او په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو په اړه  د امریکا د حکومت پرېکړې ته په تمه دي.

د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د افغانستان په اړه  پخپلو پلانونو له سره کتنه کوي، چې آیا د می په لومړۍ نېټه د ډونالډ ټرمپ پر لاسلیک شوي تړون د سرتېرو ایستلو ته ژمن پاتې شي او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې څېړونکي بنسټونه اړوند هڅې ماتېدونکي بولي؛ خو د افغانستان د سولې خبرو اړخونه خبرو ته ژمن ښکاري.

Trending

Exit mobile version