تازه خبرونه
د پناه غوښتونکو منل به اوږدمهاله وځنډول شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته زیاته کړې؛ ډېری یې له هغو هېوادونو څخه امریکا ته راځي، چې ګډوډ او بې ثباته دي او د امریکا لپاره هیڅ ګټه نلري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغانستان په ګډون له څو هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو د منلو بهیر به د اوږدې مودې لپاره وځنډول شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته زیاته کړې؛ ډېری یې له هغو هېوادونو څخه امریکا ته راځي، چې ګډوډ او بې ثباته دي او د امریکا لپاره هیڅ ګټه نلري.
هغه په واشنګټن کې د یوه افغان وګړي لهخوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوه سرتېرو د ډزو په اړه د خبریال پوښتنې ته د ځواب پر مهال ویلي؛ دوی هغه خلک دي، چې باید سږکال په امریکا کې نهوای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: “هو! مونږ نه غواړو، چې د هغه په څېر خلک د سومالیایانو په ګډون په دې هېواد کې وي. د داسې خلکو ننوتل به د اوږدې مودې لپاره ودرول شي؛ ځکه، چې مونږ له دې ډول خلکو سره ډېرې ستونزې لرو او دوی باید دلته نهوي.”
دغه راز د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ويلي؛ دوی باور لري هغه افغان کډوال، چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو کولو شک پرې کیږي؛ امریکا ته له ننوتلو وروسته افراطي شوی دی. کرسټي نوم این بي سي او اې بي سي نیوز ته وویل، پلټونکي د شکمن کس د کورنۍ له غړو او نورو خپلوانو څخه د نورو معلوماتو په لټه کې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم انبيسي ته ویلي، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ بریدکوونکي امریکا ته له راتګ وروسته افراطیت ته مخه کړې ده.
کریسټي نوم تائید کړې؛ چارواکي فکر کوي، چې رحمانالله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو مخکې په واشنګټن کې اوسېدلی دی.
نوموړی ۲۹ کلن دی او د چارشنبې د ورځې په ډزو کې تورن پېژندل شوی، چې په کې د ملي ګارډ یو غړی ټپي او بل ووژل شو.
نوم این بي سي نیوز ته ویلي: “مونږ باور لرو، چې هغه دې هېواد ته له ننوتلو وروسته سخت دریځی شو.”
کریسټي نوم زیاته کړې: “ولسمشر هوډ لري؛ د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه د کډوالۍ ټول بهیر ودروي، چې په دې اړه پراخه ارزونه ترسره شي.”
دغه راز اسوشیټیډ پرس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ځینو برښنالیکونو له ترلاسه کولو وروسته دوی وموندله، چې رحمانالله لکنوال، چې د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړو د برید پر تور تورن دی؛ له کلونو راپدېخوا له رواني ستونزې، بې کارۍ او اوږدې مودې انزوا سره مخ و.
کارپوهان پدې باور دي، چې جرم یو انفرادي عمل دی او امریکا باید ټول کډوال په دې عمل کې شامل نکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د ټولو افغان پاسپورټونو لرونکو لپاره یې ویزې ځنډولې دي او د امریکا د ملي امنیت د ساتنې لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي.