تازه خبرونه

د پولنډ ځانګړي استازي او متقي پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ماښامنۍ خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې امیر خان متقي ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو کچه لوړه شي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۴

د افغانستان لپاره د پولنډ ځانګړي استازي ویټالډ سابکو او د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په کابل کې ولیدل او د سیاسي او اقتصادي همکاریو، په اروپا کې د افغان کډوالو ستونزو او سیمه‌ییزو مسلو په اړه یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ماښامنۍ خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې امیر خان متقي ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو کچه لوړه شي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ پر غوره کولو له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پراخولو هڅه کوي او پولنډ هم کولی شي په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

د پولنډ ځانګړي استازي د ملي امنیت او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې د غوراویو په اړه فکر کوي او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل کولو یې هم ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version