تازه خبرونه
د پولیسو لپاره د رسمي یونیفورم اغوستل لازمي شول
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پرېکړې موخه د نظم رامنځته کول، د خلکو لپاره د پولیسو ځواکونو پېژندل آسانه کول او د رسمي او غیر رسمي کارمندانو ترمنځ په روښانه توګه توپیر کول دي او دا اقدام د رهبرۍ د غونډې د پرېکړې او د وزارت د چارواکي د تصویب پر بنسټ رامنځته شوی دی.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی؛ ټول پولیس منسوبین اړ دي، چې په رسمي ساعتونو کې د مشرتابه لخوا له منظور شوي یونیفورم سره خپلې دندې ترسره کړي.
د دې وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني پر قانون پلي کولو او وظیفوي نظم د ټینګار ترڅنګ امر کړی: په کاري چاپېریال کې له رسمي لباس پرته هر ډول ګرځېدل منع دي او چارواکي مکلف دي، چې د دا موضوع پلې کلکه څارنه ترې وکړي.