تازه خبرونه
د پوهنې وزارت چارسمبالي په کابل کې له ایراني پلاوي سره وکتل
(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۲)
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا نن دوشنبه ( د لیندۍ ۶ ) په کابل کې د ایران سفارت د مرستیال پر مشرۍ له یوه اووه کسیز پلاوي سره وکتل.
د پوهنې وزارت د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام، په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو ښوونیز وضعیت، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزو تجربو تبادلې، دوه اړخیزو همکاریو او خینې نورو اړوند مسلو خبرې کړې دي.
د پوهنې وزارت په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې په دې کتنه کې د ايران سفارت مرستيال ويلي: اوسمهال څه د پاسه څلوېښت زره افغان مهاجر زدهکوونکي د ايران په بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو کې پر زدهکړو بوخت دي او د هغوى لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.