تازه خبرونه
د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د منظمې او همغږ لیکدود رامنځته کول اړین دي – مهاجر فراهی
دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهی ويلي، د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د یوې منظمې او همغږلکدود رامنځته کول اړین دي.
نوموړي دغه څرګندونې د کابل د ملي موزیم په تالار کې د« پښتو او دري ژبو د املا د لیکدود او لیکلو د سمون او یو شان کولو» د علمي او فرهنګي ورکشاپ د پای په مراسمو کې کړې دي.
دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.
مهاجر فراهی ویلي؛ ژبې بېلابېلې لهجې او د ویلو او لیکلو بېلابېلې بڼې لري او د املا لپاره د یوې منظمې لارې رامنځته کول کولی شي د لیکدودي اختلافونو کچه راکمه کړي.
هغه زیاته کړې، د دا ډول علمي ناستو جوړول د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې زمینه برابروي او د ژبو له پیاوړتیا او ودې سره مرسته کولی شي.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عبدالرحمن طیبي هم د افغانستان د ژبې، فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ژبو د عالي شورا استادانو او غړیو هم ویلي، چې د پښتو او دري ژبو د املا د یو شان کولو طرحه د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو په ګډون جوړه او وروستۍ شوې ده.
هغوی ویلي، د دې طرحې پلي کول کولی شي د املايي اختلافونو په کمولو او د لیکلو په طریقه کې د ډېرې همغږۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او په علمي، ښوونیزو، کلتوري او رسنیزو برخو کې د پښتو او دري ژبو کارول نور هم منظم کړي.