سیمه ییز خبرونه

د ځمكې اتلس زره غاصبين و پېژندل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان دولت په ټول هېواد كې د ځمكې اتلس زره غاصبين پېژندلي او په پام كې ده، چې د دغو كسانو دوسيې ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وليږل شي.

د افغانستان د ځمكې اداره وايي، چې:

دغو كسانو شاوخوا يو نيم ميليون جريبه دولتي ځمكه غصب كړې ده.

د كابل والي د ځمكو د غاصبينو په وړاندې د سيمه ييزو ادارو له ناتوانۍ اندېښمن شوى.

د افغانستان د ځمكې ادارې رييس غلام حسین رحمانی او يو شمېر دولتي ادارې د ولسي جرگې له خوا وړاندې شوي ارقام كم بولي او زياتوي:

په ټول افغانستان كې د اتلس زره زور واكانو له خوا شاوخوا يو نيم ميليون جريبه دولتي ځمكه غصب شوې، چې له دغو څخه ۳۰۳ تنه يې په كابل كې پېژندل شوي دي.

ښاغلى رحماني د دولتي ځمكو غصب لويه ستونزه بولي او په وړاندې يې د جدي مبارزې غوښتنه كوي.

كابل والي  عبدالجبار تقوا په داسې حال كې، چې د ځمكو له غاصبينو څخه د اووه زره درې سوه جريبه ځمكې د گرځولو خبر وركوي؛ خو وايي، چې:

د ځمكو غاصبين لوړ پوړي دولتي چارواكي دي او سيمه ييزې ادارې يې په وړاندې د مبارزې توان نه لري.

د كابل والي همدا راز له لويې څارنوالۍ او د دولت له لوړ پوړيو ادارو غواړي، چې د ځمكو د غاصبينو په وړاندې مبارزه وكړي.

بل خوا د پوهنې وزارت د املاكو رييس محمد صديق كرم خېل وايي، چې د ځمكو غاصبينو په ځينو مواردو كې دولتي ښوونځي هم غصب كړي دي.

تېره ورځ ولسي جرگې اعلان وكړ، چې په ټول افغانستان كې شاوخوا يو ميليون و دوه سوه زره جريبه دولتي ځمكه غصب شوې، چې له څلويښت زره جريبو زياته يې په كابل كې د يوولس زور واكانو له خوا غصب شوې ده.

Trending

Exit mobile version