تازه خبرونه
د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له کبله په هر ساعت کې د نړۍ یو کس مري
نن پنجشنبه ( د وري شپاړسمه / د اپریل څلورمه ) د ماین پاکۍ د زیانونو د پوهاوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې اوس هم له جګړې څخه پاتې شوي ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو د مړینې او ټپي کېدو لامل کېږي.
دې ټولنې په اوبپاڼه کې ليکلي، چې په منځنۍ کچه په هر ساعت کې يو کس د چاودېدونکیو توکو د چاودنې له کبله مړي يا ټپي کېږي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د قربانیانو لوی شمېر ماشومان دي.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د سې شنبې پر ورځ ( د وري څوارلسمه ) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې هره میاشت نږدې ۶۰ کسان، چې ډېري یې ماشومان دي؛ د ځمکنیو ماینونو قرباني کېږي.
دې بنسټ افغانستان یو له هغو هېوادونو یاد کړی، چې پر ماینونو ککړ شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولي یا یوناما د څرګندونو له مخې؛ د ماین پاکۍ موسسو په وروستیو کلونو کې څه باندې ۳۰ زره کیلومټره مربع ځمکه له ماینونو پاکه کړې، خو اوس هم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.