سوداگري
د څو میلیارډي تړونونو د لاسلیک لپاره د سعودي عربستان سوداګریز پلاوی سوریې ته رسېدلی
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د ولسمشر بشارالاسد له نسکوریدو وروسته ریاض د احمد الشرع پر مشرۍ واک ته له رسېدو وروسته د سوریې له لنډمهاله حکومت ملاتړ پیل کړی دی.
د چارشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د پانګونې د وزیر خالد الفالح پر مشرۍ یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی سوریې ته رسېدلی؛ تمه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۴ څخه تر ۶ میلیارډ ډالرو پورې بېلابېل تړونونه لاسلیک شي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د ولسمشر بشارالاسد له نسکوریدو وروسته ریاض د احمد الشرع پر مشرۍ واک ته له رسېدو وروسته د سوریې له لنډمهاله حکومت ملاتړ پیل کړی دی.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د انرژۍ، مخابراتو، بانکدارۍ، پانګونې او بېخبناوو په برخو کې د همکارۍ ۴۴ تړونونه لاسلیک کیږي، چې ځینې به یې د سوریې د حکومت او د سعودي د خصوصي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شي.
د دې سفر په څنډه کې د سپینو سمنټو د فابریکې پروژه د ۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه پرانیستل شوه او د سعودي پانګونې شرکت إثراء له لوري د ۹۹ میلیون ډالرو پر ارزښت یوه بله پروژه پرانستل شوه.
که څه هم په سویلي سوریه کې ناکرارۍ روانې دي؛ خو دا سفر له ۱۴ کلن جنګ وروسته د دې هېواد د بیارغونې او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي.
دغه راز سعودي عربستان د سوریې په انرژۍ، ګرځندوی، هوايي ډګرونو او بندرونو کې پانګونې ته هم لېوالتیا ښودلې ده.
په دې وروستیو میاشتو کې سوریې له قطر سره د ۷ میلیارډ ډالرو او د متحده عربي اماراتو له ډي پي ورلډ شرکت سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي دي. امریکایي شرکتونه هم د دې هېواد د انرژۍ سکټور د بیارغونې لپاره پر یوه پراخ پلان کار کوي.
دا په داسې حال کې دهو چې سعودي عربستان او قطر نړیوال بانک ته هم د سوریې پورونه ورکړي دي.