سیمه ییز خبرونه
د چرخي پله او بگرام زندان اتيا شكمن بنديان خوشې شول
چارواكي وايي:
د چرخي پله او بگرام له زندانونو شاوخوا اتيا هغه زندانيان خوشې شول، چې امنيتي ځواكونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې له وسلوالو مخالفينو سره د همكارۍ په شك نيولي ول.
د جمعې په ورځ(د مرغومي ۱۵) په هغو مراسمو كې، چې خپلوانو ته د بنديانو د سپارلو لپاره جوړ شوي ول؛ د بگرام زندان مسوول جنرال غلام فاروق باركزى وويل:
تر راتلونكې يوې مياشتې پورې به په دغه زندان كې د دولس سوه نورو زندانيانو برخليك هم روښانه شي.
جنرال باركزى وايي:
د ديارلس سوه نويم كال د كب په مياشت كې افغانستان له امريكا سره هوكړې ته ورسيد، چې د بگرام زندان مسووليت به افغانانو ته سپارل كيږي. له هغه مهاله، چې افغان دولت ته د بگرام زندان مسووليت سپارل شوى، د زندانيانو پر دوسيو هم كار چتك شوى دى.
د هغه په وينا:
تر لس مياشتو به د ټولو زندانيانو دوسيي وڅېړل شي.
له زندان څخه خوشې شوي كسان وايي، چې:
د غلطو راپورونو پراساس د امنيتي ځواكونو له خوا نيول شوي وو.
په داسې حال كې، چې ويل كيږي د افغانستان وسلوال مخالفين په پاكستان كې روزل كيږي.
د ولسي جرگې غړي داود حساس له زندان څخه خوشې شويو كسانو ته وويل، چې:
د تخريبي كارونو لپاره بايد نور د پاكستانيو استخباراتو په لومه كې ځانونه بند نه كړي.
د يادونې وړ ده، چې له زندان څخه خوشي شوي كسان د پكتيا، لوگر، كابل، پروان، كاپيسا او وردگو اوسيدونكي دي، چې خپلوانو ته وسپارل شول.