سیمه ییز خبرونه
د چهارشنبې ورځۍ په ځانمرگي بريد كې د ځانمرگو په گډون اووه تنه ووژل شول
د چهارشنبې په ورځ د كابل ښار له گڼې گوڼې ډكې سيمې شهر نو ته څېرمه د ملي امنيت رياست غربي دروازې مخې ته ځانمرگي بريد وشو.
د كابل د امنيي قومندان محمد ايوب سالنگې وايي:
ځانمرگو بريد كوونكو د دوه ټونس ډوله موترو په مټ، چې په انفجاري توكو سمبال وو غوشتل، چې دملي امنيت يوه رياست ته ورننوځي، چې د امنيتي ځواكونو لخوا مخكې لدې، چې خپل هدف ته ورسېږي ووژل شول.
ويل كېږي، چې په دغه بريد كې شا و خوا دېرش كسان ټپيان شوي، چې د ټپيانو له ډلي د څلور تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوموړى زياتوي، چې بريد كوونكي شپږ تنه وو، چې يوه يې د ملي امنيت د رياست په دروازه كې چاودنه وكړه او پينځه نور د امنيتي سرتېرو په ډزو وژل شوي دي.
وېل كېږي، چې په دې بريد كې د ملي امنيت يو كاركوونكى هم وژل شوى دى.
سيمه تر ناوخته د امنيتي ځواكونو له خوا كلابنده وه، وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلى او ادعا يې كړې، چې گڼ شمېر افغان امنيتي ځواكونو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.