نړۍ
د چین، پاکستان او نورو هېوادونو اجیر سرتېري د روسیې ترڅنګ جنګیږي – زیلینسکي
زیلینسکي له دې مخکې ویلي وه، چې مسکو د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې چینایي جنګیالي استخدام کړي؛ خو بیجینګ دا تورونه رد کړي دي. دغه راز یې شمالي کوریا هم د روسیې په کورڅک سیمه کې د زرګونه سرتېرو پر چمتو کولو تورنه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د دې هېواد په شمال ختیځ کې د اوکراین سرتېري د چین، پاکستان او د افریقا د ځینو برخو په ګډون د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو له اجیرو سرتېرو سره جنګیږي.
زیلینسکي له دې مخکې ویلي وه، چې مسکو د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې چینایي جنګیالي استخدام کړي؛ خو بیجینګ دا تورونه رد کړي دي. دغه راز یې شمالي کوریا هم د روسیې په کورڅک سیمه کې د زرګونه سرتېرو پر چمتو کولو تورنه کړې ده.
زیلینسکي په شمال ختیځ خارکوف کې د لومړۍ کرښې د اړوند سیمو له لیدنې وروسته په ایکس پاڼه کې ولیکل: “مونږ د لومړۍ کرښې د وضعیت، له ووچانڅک څخه د دفاع او د جګړو د بریدونو په اړه له قومندانانو سره خبرې وکړې.”
نوموړي د روسیې تر څنګ د بهرنیو ځواکونو د جګړې په غبرګون کې ویلي: ” زمونږ جنګیالي د جګړې په جبهه کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او افریقایي هېوادونو د اجیرو سرتېرو له ګډون راپور ورکوي. مونږ به دې موضوع ته ځواب ووایو.”
رویټرز په کیف کې د تاجکستان، ازبکستان او پاکستان له سفارتونو سره په دې اړه اړیکه نیولې ده.
روسیې تر دې دمه د زیلینسکي د څرګندونو په اړه ښکاره څه ندي ویلي.