Connect with us

تازه خبرونه

د چین او پاکستان چارواکو پر افغانستان خبرې وکړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د زمري پر څلورمه له دې لینې څخه په ایکس پاڼه کې خبر ورکړی دی.

خپور شوی

د

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د زمري پر څلورمه له دې لینې څخه په ایکس پاڼه کې خبر ورکړی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د سیمه‌ییز امنیت او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

دوی په سیمه کې د سولې او پرمختګ د ګډ هدف پر ترلاسه کولو هم ټینګار کړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم کابل ته سفر کړی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د امنیتي اندېښنو په اړه خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې چین او پاکستان دواړو ویلي، چې په افغانستان کې سیمه‌ییز ثبات او امنیت د اقتصادي یووالي لپاره خورا مهم دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه به د مارچ په وروستیو کې جوړه شي

هغه ویلي، چې په جرګه کې به مشهور سیاسي مشران، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، سوداګر او د رسنیو استازي ګډون وکړي.

Published

on

د “جیونیوز” د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې ګډه جرګه د روان کال  د مارچ پر یودېرشمه په پېښور کې جوړه او ترمنځ یې د سولې، ثبات او خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته شي.

دا جرګه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د دې راپور له مخې؛ د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي دفتر پخواني رییس او د “سپایر-خیبر پښتونخوا” بنسټ مسوول ارباب شهزاد خان دا موضوع د اصلاح غوښتونکي ملتپال غورځنګ له مشر حاجي سهراب علي خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان کړه.

هغه ویلي، چې په جرګه کې به مشهور سیاسي مشران، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، سوداګر او د رسنیو استازي ګډون وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر سیاسي شخصیتونه، چې پخوا یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او سولې د رامنځته کولو لپاره کار کړی هم دې غونډې ته بلل شوي دي.

ارباب شهزاد خان ټینګار کړی، چې جرګه به د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره پر متقابل درناوي، باور جوړونې او جدي خبرو اترو راوڅرخیږي.

هغه زیاته کړې؛ د جرګې په پای کې د سولې د ملاتړ لپاره یوه ګډه خبرپاڼه هم خپريږي او د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو ته به واستول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې جرګې د ترسره کولو بنسټیزه موخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د ګډې لارې رامنځته کول او د خبرو اترو بهیر پیاوړې کول دي.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوړې کچې تاوتریخوالي په پام کې نیولو سره د داسې جرګې ترسره کول په اوسني وضعیت کې یوه “بېړنۍ اړتیا” ګڼل کیږي.

ارباب شهزاد خان ویلي، چې د مارچ پر یودېرشمه په پېښور کې له جرګې وروسته به د سولې ورته جرګې په کویټه او نورو سیمو کې هم ترسره شي، چې ټول ښکېل اړخونه د سولې په بهیر کې راونغاړل شي او د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره لار اواره شي.

هغه ویلي، چې د دې جرګې ګډونوال به د افغانستان او پاکستان له مشرانو وغواړي، چې سمدستي اوربند وکړي، د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو څخه خپل ټول اختلاف حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دې دمه له خبرو اترو سره – سره کړکېچ دوام کړی؛ خو د سولې جرګې تنظیموونکي هیله لرلې، چې دا غونډه به د کړکېچ کمولو او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د رغنده خبرو اترو د پیل لپاره یو بنسټ چمتو او رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!