سیمه ییز خبرونه

د چین لوړپوړي دیپلومات له هند سره د باثباته اړیکو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۲)

د چین لوړپوړي دیپلومات وانګ یی د هند د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د ثبات لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې چین او هند د خپلو پراخو پولو په اوږدو کې د پوځي تاو‌تریخوالي پر کمولو غور کړی او د حل لارې چارې لټوي.

د رویترز د څرګندونو له مخې، د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د جنوب ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې له غونډې مخکې وانګ د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرمونیم جیشنکر ته ویلي، چې د شک پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده.

هند او چین ۳۸۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ډېرې برخې یې په سمه توګه پر نښه شوې نه‌دي او په ۱۹۶۲ ز. کال کې پرې یوه لنډه؛ خو خونړۍ جګړه هم شوې ده.

له ۱۹۹۰ لسیزې راپدیخوا د یو لړ سرحدي تړونونو وروسته یې اړیکې ښې شوې او چین اوس د هند دوه‌یم لوی سوداګریز شریک دی.

پر ۲۰۲۰ ز. کال هغه مهال، چې پر پوله په مخامخ نښته کې ۳۰ هندي سرتېري او څلور چینایي هغه ووژل شول؛ دواړو هېوادونو پر پولو لوی شمېر سرتېري او تجهیزات ځای پرځای کړل.

د پوځي او دیپلوماتیکو خبرو څو پړاوونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته کړې؛ خو نوی دیلي په پوله کې وضعیت نازک او خطرناک بولي.

د جمعې پر ورځ د خپلې غونډې په بهیر کې وانګ، جیشنکر ته په ډاګه کړه؛ چین او هند باید پر داسې لارو چارو کار وکړي، چې  دواړه خواوې پرې د منلو وړ سرحدي مسلو ته د حل لار ومومي.

وانګ وایي: دواړه خواوې بايد د يو بل ملاتړ ته ګډ کارونه وکړي؛ يو بل ستړي نه‌کړي او پر يو بل شک ونه‌کړي.

هغه څرګنده کړې؛ هند او چین باید اجازه ورنه‌کړي، چې ځانګړي  مسایل یې ټولیزې اړیکې اغېزمنې کړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د سرحدي مسایلو په اړه د خبرو اترو بل پړاو به ژر د پوځي قومندانانو پر کچه ترسره شي.

له ۲۰۲۰ ز. کال راپدیخوا نوي دیلي د چینایي سوداګرۍ څارنه ګړندۍ کړې؛ د تیک تاک په ګدون له ۳۰۰ څخه ډېر چینایي اپلیکیشنونه یې منع کړي دي. دغه راز هند د چینایي کمپنیو د پانګونو څارنه هم ګړندۍ کړې ده.

وانګ يي د چينايي شرکتونو پر وړاندې د هند د وروستيو بنديزونو په اړه د چينايي شرکتونو لپاره د عادلانه، روڼ او بې توپيره سوداګريز چاپېريال رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version