سیمه ییز خبرونه
د چین لوړپوړي دیپلومات له هند سره د باثباته اړیکو غوښتنه وکړه
د چین لوړپوړي دیپلومات وانګ یی د هند د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د ثبات لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې چین او هند د خپلو پراخو پولو په اوږدو کې د پوځي تاوتریخوالي پر کمولو غور کړی او د حل لارې چارې لټوي.
د رویترز د څرګندونو له مخې، د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د جنوب ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې له غونډې مخکې وانګ د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرمونیم جیشنکر ته ویلي، چې د شک پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده.
هند او چین ۳۸۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ډېرې برخې یې په سمه توګه پر نښه شوې نهدي او په ۱۹۶۲ ز. کال کې پرې یوه لنډه؛ خو خونړۍ جګړه هم شوې ده.
له ۱۹۹۰ لسیزې راپدیخوا د یو لړ سرحدي تړونونو وروسته یې اړیکې ښې شوې او چین اوس د هند دوهیم لوی سوداګریز شریک دی.
پر ۲۰۲۰ ز. کال هغه مهال، چې پر پوله په مخامخ نښته کې ۳۰ هندي سرتېري او څلور چینایي هغه ووژل شول؛ دواړو هېوادونو پر پولو لوی شمېر سرتېري او تجهیزات ځای پرځای کړل.
د پوځي او دیپلوماتیکو خبرو څو پړاوونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته کړې؛ خو نوی دیلي په پوله کې وضعیت نازک او خطرناک بولي.
د جمعې پر ورځ د خپلې غونډې په بهیر کې وانګ، جیشنکر ته په ډاګه کړه؛ چین او هند باید پر داسې لارو چارو کار وکړي، چې دواړه خواوې پرې د منلو وړ سرحدي مسلو ته د حل لار ومومي.
وانګ وایي: دواړه خواوې بايد د يو بل ملاتړ ته ګډ کارونه وکړي؛ يو بل ستړي نهکړي او پر يو بل شک ونهکړي.
هغه څرګنده کړې؛ هند او چین باید اجازه ورنهکړي، چې ځانګړي مسایل یې ټولیزې اړیکې اغېزمنې کړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د سرحدي مسایلو په اړه د خبرو اترو بل پړاو به ژر د پوځي قومندانانو پر کچه ترسره شي.
له ۲۰۲۰ ز. کال راپدیخوا نوي دیلي د چینایي سوداګرۍ څارنه ګړندۍ کړې؛ د تیک تاک په ګدون له ۳۰۰ څخه ډېر چینایي اپلیکیشنونه یې منع کړي دي. دغه راز هند د چینایي کمپنیو د پانګونو څارنه هم ګړندۍ کړې ده.
وانګ يي د چينايي شرکتونو پر وړاندې د هند د وروستيو بنديزونو په اړه د چينايي شرکتونو لپاره د عادلانه، روڼ او بې توپيره سوداګريز چاپېريال رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
سیمه ییز خبرونه
د ایران په سویلي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول – ایراني رسنۍ
د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.
د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د شنبې پر ماښام د دې هېواد په څو سویلي سیمو او د هرمز تنګي قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.
له هغه وخت راپدېخوا، چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پیل شوې؛ په دې اوبلاره کې سوداګریزې بېړۍ څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي دي.
د راپور له مخې، ایراني چارواکو په دې سیمو کې د توغندیزو بریدونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو نیمه دولتي تسنیم خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د قشم ټاپو د چاودنو غږونه له توغندیزو بریدونو سره تړاو نهلري.
د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د یکشنبې پر سهار ویلي، چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې« نااجازې لارې» څخه د تېرېدا پر مهال له ماینونو سره د لګېدو له کبله اور اخیستی دی.
اوس هم څرګنده نهده، چې د سپاه پاسداران لهخوا یادې شوې پېښې د ایران په سویلي سیمو کې د اورېدل شویو چاودنو له غږونو سره تړاو لري او که نه.
ایران هغه بېړۍ پر نښه کړي، چې د چارواکو پر وینا؛ د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له محدودیتونو سرغړونه کوي.
دا هېواد هڅه کوي، پدې تنګي خپل کنټرول ټینګ او پر واشنګټن فشار زیات کړي.
له دې مخکې د شنبې پر ورځ تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی و، چې دوه توغندي پر قشم ټاپو لګېدلي؛ خو د احتمالي زیانونو په اړه یې رسمي معلومات خپاره کړي نهوه.
دا چاودنې له هغې څو ورځې وروسته اورېدل کېږي، چې امریکا پر دغه ټاپو بریدونه وکړل.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه بریدونه محدود ول او د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نهول.
د امریکا پوځ د شنبې پر ماښام ویلي وه؛ ځواکونو یې یوه سوداګریزه بېړۍ له کاره غورځولې، چې غوښتل یې د ایران پر وړاندې د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دوی یوې الوتکې د دغې بېړۍ پر شا برخه ډزې کړي او وروسته یې هغه له کاره غورځولې ده.
د سیمې هېوادونه تمه لرله، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدا وروسته پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي. نوموړي له دې ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو له بیا پیلولو ډډه کړې وه. ایران هم څو ځله خبرداری ورکړی، چې د نویو بریدونو په صورت کې به د ګاونډ هېوادونو په خاوره کې د امریکا او اسرائیلو پر موخو بریدونه وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ
دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د یمن حوثیانو اوس هم پر سعودي عربستان خپل بریدونه روان ساتلي دي.
دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
دا په سعودي عربستان کې له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې د دواړو لوریو دوهیمه لیدنه ده.
د دې هوکړهلیک د منځپانګې په اړه نور جزئیات خپاره شوي نهدي.
رویټرز خبري آژانس تېره میاشت راپور ورکړی و، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې له پراخېدا وروسته دې هېواد ته د پوځي مرستې پر برابرولو احتیاطي غور کوي.
یوه سوریایي ډیپلوماټ هغه مهال ویلي وه، چې د پوځي همکارۍ یا د تجربو د تبادلې هر ډول غوښتنه به « یوازې له رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تنظیموونکو دوهاړخیزو تړونونو په چوکاټ کې » ترسره کېږي.
سعودي عربستان له حوثیانو سره د جګړې له بیا پیل وروسته د دفاعي او بریدیزو مرستو ترلاسه کولو لپاره له امریکا نیولې د اروپا او منځني ختیځ تر هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
سعودي عربستان ته د احمد الشرع د سفر پر مهال دواړو هېوادونو څو نور تړونونه هم لاسلیک کړل. سعودي عربستان له سوریې سره مالي مرستې کوي او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدا وروسته یې له نړیوالو قدرتونو سره د دمشق د اړیکو په بیا ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.
د سوریې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د چارشنبې پر ورځ له دې وزارت سره شپږ تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د سوریې د پراختیايي او خدماتي برخو د ملاتړ لپاره د غوره شرایطو لرونکي څه باندې ۴۰۳ میلیون ډالرو پورونه ځانګړي شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې پرلهپسې خبرې اترې روانې دي او تهران خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
ایران ويلي، د اته میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره د منځګړو له لارې اړیکې اوس هم روانې دي؛ خو د قطر پر منځګړیتوب د خبرو اترو وروستی پړاو هم د کومې هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته رسېدلی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې پرلهپسې خبرې اترې روانې دي او تهران خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د خبرو اترو دوام د واشنګټن پر سیاسي دریځ پورې تړلی دی.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تائید کړې، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران اووهپړاویزه طرحه اوس هم د خبرو اترو اصلي موضوع ده؛ خو د چټکې پلي کېدا لپاره لنډه شوې ده.
همدارنګه چین او روسیې د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د کړکېچ د اواري غوښتنه یې کړې ده.
سره له دې، چې د منځګړیتوب هڅې روانې دي، ایراني سرچینې د امریکا لهخوا د بیا برید احتمال هم مطرح کوي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره هوکړې ته رسېدل شوني دي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې له نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې دي- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه20 hours agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
نړۍ5 days agoد امریکا د ټاکنو پایلې؛ یو شمېر جمهوريغوښتونکو د ټرمپ په سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه
-
لوبی2 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
-
سوداگري5 days agoد دوحې بهیر کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته په ترمذ کې پیل شوه
