سوداگري

د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز سره د افغانستان نښلېدا به د اقتصادي ودې نوې دروازې پرانیزي

هغه ټینګار کړی، چې دا پروژه به د افغانستان لپاره یو سټراتیژیک پرمختګ وي؛ ځکه، چې دا هېواد په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوه مهم مرکز په توګه راڅرګندیږي.

Published

on

د چین- پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس ظفر اقبال د پاکستان- چین د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې (PCJCCI) په دفتر کې د غونډې پر مهال ویلي، چې د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزې نښلونې لپاره نوې دروازې پرانیزي.

هغه ټینګار کړی، چې دا پروژه به د افغانستان لپاره یو سټراتیژیک پرمختګ وي؛ ځکه، چې دا هېواد په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوه مهم مرکز په توګه راڅرګندیږي.

د ظفر اقبال د څرګندونو له مخې؛ د مرکزي آسیا هېوادونه لکه ازبکستان او تاجکستان په پام کې لري، چې له ګوادر بندر څخه کار واخلي؛ افغانستان به د ټرانزیټ سوداګرۍ، بېخبنایي پانګوونې او د سیمه‌ییزې نښلونې په پراخولو کې له پام وړ فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: ” افغانستان نور په وچه کې بند هېواد ندی؛ د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز سره نښلېدا به دا هېواد د مرکزي آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ دهلیز کړي.”

Trending

Exit mobile version