سوداگري
د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز سره د افغانستان نښلېدا به د اقتصادي ودې نوې دروازې پرانیزي
هغه ټینګار کړی، چې دا پروژه به د افغانستان لپاره یو سټراتیژیک پرمختګ وي؛ ځکه، چې دا هېواد په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوه مهم مرکز په توګه راڅرګندیږي.
د چین- پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس ظفر اقبال د پاکستان- چین د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې (PCJCCI) په دفتر کې د غونډې پر مهال ویلي، چې د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمهییزې نښلونې لپاره نوې دروازې پرانیزي.
هغه ټینګار کړی، چې دا پروژه به د افغانستان لپاره یو سټراتیژیک پرمختګ وي؛ ځکه، چې دا هېواد په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوه مهم مرکز په توګه راڅرګندیږي.
د ظفر اقبال د څرګندونو له مخې؛ د مرکزي آسیا هېوادونه لکه ازبکستان او تاجکستان په پام کې لري، چې له ګوادر بندر څخه کار واخلي؛ افغانستان به د ټرانزیټ سوداګرۍ، بېخبنایي پانګوونې او د سیمهییزې نښلونې په پراخولو کې له پام وړ فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: ” افغانستان نور په وچه کې بند هېواد ندی؛ د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز سره نښلېدا به دا هېواد د مرکزي آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ دهلیز کړي.”
سوداگري
د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.
د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرلهپسې ثبات نښه ښیي.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
سوداگري
په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.
پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.
د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.
سوداگري
بنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو ته لېوالتیا وښوده
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم په ایکس پانه کې لیکلي: د بنګله دیش د البسې تولید او صادراتو ټولنې (BGMEA)د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرودلو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
شفیع الله اعظم زیاته کړې، چې له یادې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ د ټوکرو په تولیدي برخه کې هم د پانګونې پر میکانیزم بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ یوه پلاوي د بنګلهدېش په ډاکه کې له دېرشم نړۍوال نندارتون د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تحول5 days agoتحول: له کابل سره د پوځي همکارۍ پراخولو ته د تاشکند لېوالتیا
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoافغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
-
لوبی5 days agoافغانستان لوبډلې سعودي عربستان ته پر ماته ورکولو د آسیاجام سیالۍ پیل کړې
-
څار5 days agoڅار: د کابل او عشقآباد ترمنځ د سیمهییزې همکارۍ ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شو
