سوداگري
په ټول هېواد کې به متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو بهیر بیا پیل شي
د مالیې وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رییس محمد رحماني نن( یکشنبه د وږي دوهیمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا بهیر به د یو منظم پلان او د یو ځانګړي مهالوېش له مخې پلي شي.
د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ به په ټول افغانستان کې د ملکي او نظامي متقاعدینو د حقونو د ورکړې بهیر بیا پیل شي.
د مالیې وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رییس محمد رحماني نن( یکشنبه د وږي دوهیمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا بهیر به د یو منظم پلان او د یو ځانګړي مهالوېش له مخې پلي شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اړوند حقونه به یوازې هغو متقاعدینو ته ورکړ شي، چې اسناد یې په بشپړ ډول د متقاعدینو د ځانګړې محکمې لخوا منل شوي وي.
اسلامي امارت له دې مخکې د متقاعدینو د اسنادو د بیاکتنې او تائید لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه کړې وه او له ټولو متقاعدینو یې غوښتي وه، چې له اړینو اسنادو سره دې محکمې ته مراجعه وکړي. د دې اقدام هدف د جعل کارۍ مخنیوی او د حقونو د ورکړې په بهیر کې رڼښت راوستل یاد شوي دي.
دا اقدام کولی شي د هېواد د ملکي او نظامي متقاعدینو د اندېښنو لویه برخه راکمه او پخپل وخت د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېر باور رامنځته کړي.
سوداگري
د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سبسټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.
د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سبسټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.
پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادتکوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنېپټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.
سوداگري
د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.
د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.
سوداگري
ازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون« د منځنۍ آسیا اینوپروم» » کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.
دا نندارتون د صنایعو د ودې، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د پانګونې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی او په کې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان چارواکي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون لري.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.
د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د افغان شرکتونو حضور د دې ښکارندوي دي، چې افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې پر کچه خپل اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي.
« د منځنۍ آسیا اینوپروم » نندارتون یو له سترو صنعتي او پانګیزو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.
-
International Sports4 days agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان پر بېلابېلو جرمونو محکوم ۲۵ افغانان کابل ته راولېږل
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د افغانستان په چارو کې د پوتین د استازی سفر
-
تازه خبرونه3 days agoپه امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان د بېثباتۍ په اړه د روسیې ادعا
-
څار5 days agoڅار: پر کونړ د پاکستان بریدونو ته نړیوال غبرګونونه
-
تازه خبرونه3 days agoاټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
-
تازه خبرونه4 days agoد لسګونو رسنیزو سرغړونو ارزونه؛ د سلګونو رسنیزو جوازونو صادرول او غځول
