نړۍ

د چین په کیمیاوي کارخونه کې مرګونې چاودنه شوې

له چاودنې څخه یوه ورځ وروسته د ختیځ ولایت شانډونګ په ګائومي ښار کې د تورو لوخړو او خړ لوګي څاڅکي پر ویجاړې کارخونې پاتې دي.

Published

on

د چین په ختیځ کې کیمیاوي کارخونې ته نږدې اوسیدونکي د چارشنبې پر ورځ له یوې مرګونې او ناڅرګندې چاودنې وروسته، چې کیمیاوي مواد یې خپاره کړل او د کورونو کړکۍ یې تر یو کیلومټرۍ پورې ماتې کړې؛ د اوښتو زیانونو د ارزونې په حال کې دي.

له چاودنې څخه یوه ورځ وروسته د ختیځ ولایت شانډونګ په ګائومي ښار کې د تورو لوخړو او خړ لوګي څاڅکي پر ویجاړې کارخونې پاتې دي.

د چین شینهوا رسمي خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې په دې چاودنه کې ۱۹ کسان ټپیان شوي او شپږ نور ورک دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اړوند سیمې یو بزګر یو چیانمینګ ویلي، چې هغه او میرمنې یې خپل لمسۍ د احتیاط په توګه بل ځای ته لېږدولي دي. که څه هم دوی تر هغه وخته، چې باد شمال لوذي ته لګېده؛ دوی په خپل کور کې د خونديتوب احساس کاوه.

دې ۶۹ کلن سړي په داسې حال کې، چې رویټرز ته یې د چت راغورځېدلي مواد او کړکۍ ښودلې؛ ویلي، چې د هغه کورنۍ پرته له کوم زیان څخه تښتېدلې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو د سې‌شنبې پر ورځ د هوا د کیفیت د ازموینې پایلې له هغې وروسته، چې نارنجي او تور لوګی له کارخونې پورته شو؛ خپرې کړي ندي.

د چارشنبې پر ورځ موټرو په هغه ځای کې، چې له ۴۷ هکتاره (۱۱۶ جریبه) څخه ډېر پراخ دی؛ ګزمه کوله. په داسې حال کې، چې د ډرون انځورونه ښیي، چې څو پوړیزې ودانۍ د چاودنې له کبله ویجاړې شوې دي.

۶۰ کلنه میرمن لیو مینګ، چې ۵۰۰ مټره لرې ژوند کوي؛ ویلي، چې هغه د خپل کور او جامو پلورنځي ته د پراخ زیان رسېدو وروسته د کډه کولو په اړه فکر کوي. که څه هم هغې په دې اړه کوم ځانګړي  پلان نه درلود.

هغې رویټرز ته د کړکۍ چوکاټونه، چې د چاودنې له کبله مات شوي وه او د ښیښو ټوټې په فرش او جامو کې خپرې شوې وې؛ وښودل.

څو دوکانه لرې د یوه بل دوکان خاوند د چاودنې له کبله پر سر یو کوچنی ټپ درلود، چې د غرمنۍ د خوړلو پرمهال رامنځته شو.

دې شرکت په خپله اوبپاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې د ګائومي رنهي په خونه پارک کې د شانډونګ یوداو کیمیاوي فابریکه جوړه شوې وه، چې په کې د سیمې له ۳۰۰ څخه ډېر کارمندان لري.

په وروستیو کلونو کې د چین په کیمیاوي فابریکو کې چاودنې شوي، چې یوه یې په ۲۰۲۴ کال کې د نینګشیا په شمال لویدیځ سیمه کې او بله یې په ۲۰۲۳ کال کې د جیانګشی په جنوب ختیځ ولایت کې وشوه.

په ۲۰۱۵ کال کې د تیانجین په بندري ښار کې د خطرناکو او اور اخیستونکو کیمیاوي توکو په ګودامونو کې دوه لویې چاودنې وشوې، چې له ۱۷۰ څخه ډېر کسان ووژل شول او ۷۰۰ نور یې ټپیان کړل، چې د کیمیاوي موادو د زیرمه کولو په اړه یې سخت قوانین رامنځته کړل.

دغه راز په دې کال کې د شانډونګ کیمیاوي کارخونه یوې بلې چاودنې ۱۳ کسان ووژل.

Trending

Exit mobile version