تازه خبرونه
د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي
د بلخ ولایت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د شنبې پر ورځ د چین د دې شرکت درې استازو وینکتون، یازونګ او رین سن لین د بلخ له والي حاجي محمدیوسف وفا سره کتلي دي.
د چین هېواد یو خصوصي شرکت غواړي د افغانستان د یوشمېر ولایتونو ترڅنګ د بلخ ولایت په ۵ برخو کې پراخه پانګونه وکړي.
د بلخ ولایت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د شنبې پر ورځ د چین د دې شرکت درې استازو وینکتون، یازونګ او رین سن لین د بلخ له والي حاجي محمدیوسف وفا سره کتلي دي.
د یاد شرکت استازو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې، صنعت، کانونو، سړک جوړولو او اوسپنېپټلۍ په برخو کې پراخې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.
دوی په پام کې لري، چې د بلخ ولایت په حیرتان ولایت کې یوه صنعتي پارک جوړ کړي او د دې ولایت د سرې او برښنا فابریکه ورغوي، د بدخشان ولایت واخان او چین ترمنځ د ګډ سرحدي بازار او له کندهار څخه تر هرات پورې د اوسپنېپټلۍ پر پروژو پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د چیني شرکت مسوولینو څرګنده کړې چې پلان لري د واخان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو تولیدات وړاندې کېږي.
دوی باور لري، چې دا بازار به د دواړو لوریو لپاره د سوداګرۍ مهمه دروازه شي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ دا بازار به افغانانو ته دا فرصت برابر کړي، چې چینایي تولیداتو ته مستقیم لاسرسی ولري او همداراز افغاني تولیدات هم د صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.
همدارنګه په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ یاد خصوصي شرکت غواړي د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې یو صنعتي پارک جوړ کړي، چې دا پارک به له لس تر سل پورې فابریکې ولري، چې په مستقیمه توګه به د هېواد تولید لوړ کړي او سلګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د شرکت مسوولینو همداراز وویل چې دوی غواړي د بلخ د “کود او برق” فابریکې ماشینونه تقویه کړي، ترڅو سیمهییز تولید لا زیات شي.
دغه راز یاد شرکت د درهصوف د سکرو معیاري استخراج، د نفتو تولید، د جبلالسراج د سمنټو فابریکې ماشیني همکارۍ او په کندهار کې د اوښانو لوی فارم او د شېدو فابریکې جوړولو په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «محمد یوسف وفا د دې پانګوال شرکت له هڅو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت به د پانګوالو له هر مثبت ګام ملاتړ کوي».
یوسف وفا وایي: «د افغانستان دروازې د مشروع، شفاف او ولسپالو پانګونو لپاره پرانیستې دي او مونږ چمتو یوو، چې لازمې آسانتیاوې برابرې کړو.»
د یادونې ده، چې چین د افغانستان د اقتصادي انزوا د ماتولو لپاره د “واخان دهلېز” ارزښت ته سترګې پر لار دی، څو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان نښلول آسانه کړي.