نړۍ
د ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې: دغه وسلوال د پټو خدماتو پر مامور ډز وکړ؛ خو د امنیتي تجهیزاتو له کبله کوم زیان ورته ونهرسېد.
یو وسلوال کس د سپینې ماڼې پر کوربتوب د خبریالانو په کلنۍ مېلمستیا کې هڅه وکړه، چې د امنیتي تدابیرو له کرښې تېر شي؛ خو د امریکا د پټو خدماتو ځواکونو بېړنی غبرګون وښود او ډونالډ ټرمپ یې روغ رمټ له تالار څخه خوندي وایست.
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې: دغه وسلوال د پټو خدماتو پر مامور ډز وکړ؛ خو د امنیتي تجهیزاتو له کبله کوم زیان ورته ونهرسېد.
کله، چې د ډزو غږونه واورېدل شول؛ د مراسمو نږدې۲۶۰۰ ګډونوال سخت ووېرېدل او خوندي ځایونو ته ورسول شول.
نږدې یو ساعت وروسته ټرمپ اعلان وکړ، چې بریدګر نیول شوی دی. دغه مراسم وروسته لغوه شول او ټرمپ وړاندیز وکړ، چې دا به په بل وخت کې بیا ترسره شي.
هغه د امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو له کړنو ستاینه کړې او څرګندوي، چې وضعیت په ښه توګه تر څار او واک لاندې راغلی دی.
ټرمپ دا هم ویلي، چې لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او د کابینې غړي ټول په بشپړ ډول روغ او خوندي دي.
په دې مېلمستیا کې د امریکا د ولسمشر پهتوګه د ډونالډ ټرمپ لومړنی ګډون و. هغه له دې مخکې هم په ۲۰۲۴ز.کال کې د ترور له دوه هڅو سره مخ شوی و. د خبریالانو دا بڼه مراسم په ۱۹۸۱ز.کال کې هم د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن پر وړاندې د برید شاهد پاتې شوي دي.