سیمه ییز خبرونه
د ښار جوړونې وزارت د استوگنځايونو د دوېمې پروژې د جوړولو كار پېل شو
د ښار جوړونې وزارت له خوا پرون چهارشنبى ( د ليندى ۸ ) په كابل ښار كې د استوگنځايونو د دويمې سترې پروژې د جوړولو كار پيل شو.
د خواجه رواش د پروژې لگښت د ښار جوړونې وزارت له خوا وركول كېږي او كار يې د كابل په قصبه كې يو خصوصي شركت او د كور جوړولو تصدي پر مخ وړي. په دې پروژه كې له ۱۴ زرو ډېر اپارتمانونه جوړيږي، چې تر څلورو كلونو پورې به گټې اخيستو ته وسپارل شي.
د ښار جوړولو وزارت له يوه خصوصي شركت او د كور جوړولو له تصدي سره يو تړون لاسليك كړ، چې پر بنسټ يې د قصبې بلاكونو ته نږدې د استوگنې له ۱۷۵ ډېر بلاكونه په څه د پاسه ۷۹هكتاره ځمكه كې جوېږي.
د دې تړون له لاسليك سره په يوه وخت د پروژې د بنسټ ډبره هم كېښودل شوه، چې ۱۴۸۲۰ اپارتمانونه لري.
د ښار جوړولو وزير ډاكټر حسن عبداللهي وايې:
د استوگنې دا پروژه له نړيوالو معيارونو سره برابره ده او د چټلو اوبو، معياري برېښنا، د څښاك د روغتيايي اوبو، چاڼ ځايونو د مركز گرمي سيستم، ټيلفون او انټرنت اساسي شبكې لري.
پدې پروژه كې تفريحي پاركونه، شنه سيمه، فرهنگي ودانۍ، د زدكړو مركزونه، روغتيايي مركزونه، رستورانت او د ښاريانو مهمې اړتياوې په پام كې نيول شوي دي.
د مشرانو جرگې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار په افغانستان كې د سرپناه كمبود يوه ستره ستونزه بولي او وايې:
د وخت په تېرېدو او د نفوسو په زېاتېدو سره په ښاري سيمو كې د كليوالي سيمو په پرتله د اوسېدنې ستونزې ډېري دي او چارواكي بايد هڅه وكړي، چې ټولنيز عدالت مراعات او د استوگنې دا اپارتمانونه په اړو او هغو كسانو ووېشي، چې اقتصاد يې كمزورى دى، څو د سرپناه ستونزه حل شي.
د ښار جوړونې په چارو كې د ولسمشر سلاكار وايې، پنځه كاله وړاندې عربي متحده اماراتو او وروسته روسيې په دې سيمه كې د استوگنځايونو د جوړولو په موخه له افغانستان سره تړونونه لاسليك كړل، خو وروسته يې له دې تړونونو سرغړونې وكړې.