تازه خبرونه
د ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت ویاند ويلي، د ښځو حقونه باید د اسلام د مبارک دین د شریعت له مخې تعریف او تأمین شي، نه د پردیو د سیاسي اجنډاوو او تحمیلي معیارونو له مخې.
د یاد وزارت ویاند د ښځو د حقونو په اړه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړې، چې له تېرو پنځه کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر اړه مثبت بدلونونه راغلي دي.
په دې خبرو کې د ملکیت، میراث، مهر، نفقې، له جبري نکاح څخه د مخنیوي، د خپلې خوښې نکاح او سوداګرۍ حقونه د ښځو له حقونو څخه بلل شوي او د ښځو د حقونو پر نوم نړیوال تبلیغات سیاسي او استخباراتي موخو ته د رسېدا هڅې ګڼل شوې دي.
دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کېږي، چې بریټانیا، امریکا او د ملګرو ملتونو لوړپوړیو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د راتلونکي په ټاکلو کې د افغان ښځو او نجونو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او د هغوی پر حقونو محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د دوی ایستل یې وغندل.