سیمه ییز خبرونه
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په اړونده دولتي ادارو كې نه تعقيب كېږي
د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى وايې، كه څه هم د رسنيو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې خپرېږي، خو عدلي او قضايي ادارو په دې اړه جدي پاملرنه نه ده كړې.
د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې نى رئيس صديق الله توحيدي د سې شنبې په ورځ ( د کب ۱۵ ) په كابل كې په يوې خبري ناسته كې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پر زياتوالي اندېښنه وښوده.
د هغه په وېنا، كه څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې په رسنيو كې خپرېږي، خو د عدلي او قضايي ادارو له خوا په جدي توګه نه تعقبېږي.
نوموړی زیاتوی، چې په رسنيو كې د ښځو د كار كولو ليواليتا كمه شوې ده.
توحیدی همدارنګه وایی، د كاري خونديتوب نه شتون د دې سبب شوى، چې ښځې په رسنيو كې كار كولو ته زړه ښه نه كړي.
د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې د افغان ښځو له شبكې سره په همكاری كې يو رپوټ جوړ كړى، چې ښيي د روان ميلادي كال په دوو لومړيو مياشتو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۷۰ پېښې ثبت شوي دي.
دا رپوټ همدا راز ښيي، چې د دغو قضيو ډېره برخه وژنې دي.
په دې وروستيو كې د بشر د حقونو بنسټونو او د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو اندېښنې زياتې شوي دي.
دوی اندېښنه لري، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په دې برخه كې لس كلنې لاسته راوړنې زيان ونه ويني.