تازه خبرونه

د کابلبانک له ورکو شویو ملکیتونو څلویښت ملیونه تر لاسه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالي وایي، د کابل بانک د محکمې له نهایي حکم وروسته د څلویښت میلیون ډالرو په ارزښت ملکیتونه او نغدې پیسې له پوروړو حاصلې شوي دي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست نور حبیب جلال وایی، دغه قضیه په جدي توګه تعقیبیږي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، حکومت د دغه بانک د ټولو پیسو د بیا اخیستو په برخه کې پاتې راغلی دی.

د لیندۍ په نهمه د کابلبانک د قضیې وروستۍ حکم د سترې محکمې له خوا اجرایي وګڼل شو، او لویې څارنوالۍ ته امر وشو چې د دغه بانک لوټ شوې پیسې بېرته را ټولې کړي او د افغانستان بانک ته یې وسپاري.

مخکې له دې د افغانستان د روڼتیا ادارې ویلي و چې نوی کابلبانک هر کال اووه میلیون ډالر زیان کوي.

د ولسي جرګې غړي حکومت د محکمې د حکم په اجرا کې ناکام بولي.

د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي:

“هغه کسان چي د کابلبان په مسایلو کې ښکېل وو، اوس هم د سلاکار، د هغو کسانو په توګه چې عملاً په دولتي قدرت کې برخه لري. کوم کسان چې د کابلبانک د ستونزې اصلي عاملین وو، نن په داسې تشریفاتو سره بهر ته سفر کوي چې ګواکي اوس هم په واک کې دي.

        

د ولسي جرګې غړی ذکریا سودا:

“د کابلبانک په ستونزه کې داسې کسان شریک دي چې دولت دا توان نه لري چې هغوی راوغواړي او پیسې بیرته ترې واخلي؛ یوازې یو دوه کسان چې بې واسطې او بې زوره وو، یو څو ورځې یې زندان ته ولیږل.              

د کابلبانک قضیه د افغانستان په تاریخ کې د مالي فساد ستره پیښه یادیږي، چې قضیه یې دوه ځله د محکمې له خوا تعقیب شوې؛ خو بیا هم ویل کیږي چې په دغې دوسیه کې ناسپړلې غوټې لا شته دي.

خبریال: احمدفرشادصالح

 

 

 

Trending

Exit mobile version