تازه خبرونه

د کابل- اسلام‌آباد د کړکېچ د حل لپاره دې سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي – ایران

هغه ویلي، چې ایران په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې تر سره کړې دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ( د لړم پېنځه‌ویشتمه) له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړولو وړاندیز وکړ.

هغه ویلي، چې ایران په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې تر سره کړې دي.

عراقچي زیاته کړې؛ ټیلیفوني اړیکې نیول شوي او هیله ده، چې دا هڅې به د پام وړ پایلې ولري او په پایله کې به یې یوه سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی دی.

دغه راز هغه د قطر، ترکیې او روسیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ په اړه ټیلیفوني اړیکې نیولې دي.

د ایران دا هڅې د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدا او  درېدا وروسته پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ مونږ د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د ایران د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ کوو او د تهران له‌خوا له هر راز منځګړیتوب هرکلی ته چمتو یوو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندربي زیاته کړې؛ ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د سوله‌ییز حل پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version