تازه خبرونه
د کابل اوسېدونکي د پرچاوۍ له ډېرېدو اندېښمن دي
د افغانستان برښنا شرکت د چاوۍ د زیاتېدو ستونزه مني او وايي، چې د برښنا د کمښت له کبله له دې ستو نزې سره مخ دي؛ خو هڅې روانې دي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره تدابیر ونیول شي.
د پلازمېنې اوسېدونکي د برښنا د لګښتونو له لوړوالي اندېښمن دي او وايي، چې په دې وروستيو کې د برښنا لګښت بېساری لوړ شوى دى.
کابل ښاریانو ویلي، چې په دې ښار کې نه یوازې هوا توده شوې، بلکې د برښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.
د افغانستان پلازمېنه کابل هغه ښار دی، چې د برښنا ستونزه یې هیڅکله حل شوې نده.
دوی په دې وروستیو کې د برښنا له پرچاوۍ سرټکوي او له برښنا شرکت څخه غواړي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي.
کابل میشتي وايي، چې په دې توده هوا کې برښنا ته ډېره اړتیا لري.
د کابل اوسیدونکی صدیق الله په دې اړه وایي: ورځ تر بلي هوا پر تودېدو ده حکومت باید دې ستونزې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه حلکو ورته ډېره اړتیا لري.
یو بل کابل میشتی مجتبی وایي: میاشت وشوه، چې ورځ تر بلې د برښنا ستونزه مخ پر زیاتېدو ده. حکومت باید دې خبرې ته پاملرنه وکړي بېلونه د برښنا هم لوړ راځي او برښنا هم وجود نلري. آیا دې ستونزې ته حکومت فکر لري اوکه خیر!
د افغانستان برښنا شرکت د چاوۍ د زیاتېدو ستونزه مني او وايي، چې د برښنا د کمښت له کبله له دې ستو نزې سره مخ دي؛ خو هڅې روانې دي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره تدابیر ونیول شي.
د برښنا شرکت تجارتي مرستیال صفي الله احمدزي ویلي: د هوا له تودېدو سره د برښنا لګښت لږ څه زیات شوی. مونږ د دې ستونزې د مدیریت هڅه کوو؛ خو پرچاوي حتمي خبره ده، ځکه له پر چاوۍ پرته يي مونږ ټول هېواد ته رسولی نشو. پرچاوي به د یوه منظم پلان له مخې برابرشي، څوګ له جدي ستونزي سره مخ نشي.
افغانستان تراوسه پورې د برښنا تولید په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ سره له دې، چې د تولید سرچینې لرو.
عام وګړي وايي، چې په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نده شوې او هرکال میلیونونه ډالر د افغانستان ولسي پانګه ګاونډ هېوادونو ته ورکول کیږي.
اړوند خبرونه:
ازبکستان د برښنا واردات ۵۰ سلنه کم کړي – برښنا شرکت
د برښنا د تولید او ساختماني پروژو تړونونه لاسلیک شول

تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې


