سیمه ییز خبرونه

د کابل او واشنګټن تر مېنځ د امنیتي تړون په برخه کې اوس هم د نظر اختلاف موجود دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان حكومت د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر د مذاكرې پېل ردوي. د ولسمشر وياند وايي، چې د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون په باب د خبرو لپاره پلاوى ټاكل شوى خو د دغه تړون د لاسليك په برخه كې اوس هم د نظر اختلاف موجود دى.

د ولسمشر ویاند وايي، چې د لېږد د بهير مشر اشرف غني احمد زى د ملي امنيت په برخه كې د ولسمشر مشاور ډاكټر سپنتا او د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له خوا، په كابل كې د امريكا سفير او د ناټو قوماندان د د امريكا له خوا ټاكل شوي تر څو د دغه تړون په باب مذاكره پر مخ يوسي خو تر اوسه د دغه پلاوې د كار پيل تر سياسي بحثونو پورې محدود پاته شوى دى.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي:

د امريكا او افغانستان تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر په ټپه درېدلې خبرې لاهم پر خپل حالت پاتې او نه دي پيل شوې.

د هغه په وېنا په دې وروستيو كې افغانستان او امريكا په دې سلا شوي، چې د خبرو د بيا پېلولو پر لارو چارو له يو بل سره وغږېږي افغان ولسمشر حامد كرزي په قطر كې د طالبانو د بېرغ پر پورته كېدو له سختې نيوكې وروسته له امريكا سره پر امنيتي تړون خبرې په ټپه و درولې.

افغان حكومت غواړي له امريكا سره د امنيتي تړون په اړوند لويه جرګه را وغواړي او د خلكو نظر تر لاسه كړي.

افغانستان په دوه زره دوولسم كال كې له امريكا سره ستراتيژيك تړون لاسليك كړ، چې امنيتي تړون د لاسليك شوي ستراتيژيك تړون يوه برخه ګنل كېږي، د ولسمشر د وياند په باور له امنيتي تړون له ستراتيژيك تړون څخه ډېر د اهميت وړ دى.

افغان ليكوال او څېړونكى اكرام الدين اندېشمند وايي:

امنيتي تړون د امريكا او افغانستان دواړو په ګټه دى. د هغه په وېنا افغان ولسمشر د دغه تړون په اړوند له ډېر دقت او غور څخه كار اخيستى.

امريكا او د هغې نړيوال ملګري وايي، چې د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون لاسليك به دې ته لاره هواره كړي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته دوى له افغانستان سره خپلو پوځي همكاريو ته دوام وركړي.

كه دا تړون لاسليك شي، نو له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي سرتېرو شمېر هم معلوم شي.

Trending

Exit mobile version