تازه خبرونه

د کابل–ریاض ټیلیفوني خبرې؛ د افغانستان او سعودي عربستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو

په دې ټیلیفوني اړیکه کې امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د ریاض له هڅو مننه وکړه.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سعودي میشتو افغانانو د ستونزو پر حل او د سیمې پر مهمو مسایلو ټینګار وشو.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د ریاض له هڅو مننه وکړه.

هغه همدارنګه د سعودي مېشتو افغانانو لپاره د آسانتیاوو برابرولو؛ په ځانګړي توګه د خدماتو د وړاندې کولو او د معلوماتو د لېږد په اړه مننه وکړه او په ډیپلوماټیکو استازولیو کې یې د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وکړ.

دغه راز د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د استازولیو له ظرفیت لوړولو یې هرکلی وکړ.

دواړو لوریو همدارنګه سیمه‌ییز ثبات د ټولو هېوادونو لپاره اړین وباله او د ستونزو د حل لپاره یې پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ.

په پای کې دواړو خواوو د اړیکو د دوام او په مناسب وخت کې یې د مخامخ لیدنې هوکړه وکړه.

Trending

Exit mobile version