تازه خبرونه
د کابل ـ جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک د له منځه تلو په حال کې دى
د کابلـ جلال آباد ترمنځ د غزيدلې لويې لار له پخيدو څخه د گوتو په شمار کلونه تېريږي؛ خودمگړۍ د باروړونکيو موټرو د زيات بار د وړلو پر لامل د ويجاړيدو په حال کې ده.
د دې لارې مسافرين وايي:
پردې سړک د باروړونکيو موټرو خاوندان په خپلو موټرو کې له اندازې زيات بار ليږدوي، چې له كبله يې د سړک ډېره برخه ويجاړه شوې او پاتې برخه يې هم د له منځ تلو په حال کې ده.
دوى زياتوي، که پردې سړک د باروړنکيو موټرو د زيات بار ليږدولو مخه ونه نيول شي؛ نو ډېر ژر به دغه پوخ سړک له منځه لاړ شي.
دوى پرځايي چارواکو نيوکه کوي، چې دا هرڅه گوري؛ خو د مخنيوې لپاره يې هيڅ هم نه کوي.
بلخوا د باروړونکيو موټرو خاوندان هم مني، چې دوى پردې سړک له اندازې زيات بار ليږدوي؛ خو وايي:
دا کار د تلې (ترازو) د مسوولینو او کارکوونکيو په غوښتنه کوو.
دوى زياتوي:
د لغمان په سرخکانو کې د فوايد عامې وزارت له لوري د موټرو د وزن معلوموولو لپاره دلگول شوې تلې یا ترازو مسوولين ورته وايي، چې له پاکستان او جلال آباد څخه په خپلو موترو کې له اندازې زيات بار راليږدوئ؛ خو په بدل کې به يې پيسې راکوي.
د لغمان د سرخکانو په سیمه کې د لویو موټرو د وزن معلومولو لپاره د لگول شوې تلې مسوول غلام قادر فقیرزی وايي، چې:
د لغمان د والي او نورو چارواکو په همغږۍ کارکوو او له هیچا غیرقانوني پیسې نه اخستل کیږي.
د نوموړي په وينا، له هغه موټرڅخه باركښته کیږي، چې له اندازې زیات وزن یې بار کړی وي.
د لغمان والي فضل الله مجددي وايي، چې:
یاده تله په مناسب ځای کې نه ده لگول شوې او سمه څارنه هم ترې نه شي کيدی.
دی زياتوي، په باربار له مرکزي چارواکو غوښتل شوي، چې د سرخکانو تله او مسوولین له دغه ځایه ليرې کړي.
د ښاغلي مجددي په وينا، په مرکز کې ځینې کسان شته، چې د دغې تلې د شتون او د هغوی د مسوولینوملاتړکوي او فساد ته زمينه برابره وي.
د فوید عامې وزات مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ويلي نه دي.
دا یوازې د کابل- جلال آباد سړک نه دی، چې د بارداره موټرو د ډېر وزن د ليږدولو له كبله د ویجاړیدو په حال کی دی.
د تورخم ـ جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک هم همدا حال لري.
له دې رپوټ وړاندې مو د دغه سړک په اړه د خلکو اندېښتې او د فساد شواهد خپاره کړي ول؛ خو مرکزي چارواکو پرې هیڅ غبرگون ونه ښود.
د يادونې وړده، چې د تورخم- جلال آباد ترمنځ غزيدلى سړک د ولسمشرحامد کرزى د لومړۍ دورې په لومړيو کې د پاکستان او د کابل- جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک د جرمني پر مالی لگښت په پاخه او اساسې ډول رغول شوي؛ خو که د اړوند ادرو مسوولين پردې سړکونو د باروړونکيو موټرو د زيات بارمخه ونه نيسې؛ نو د سړک پاتې برخې به هم ډېر ژر له منځه لاړې شي.
تازه خبرونه
متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمهییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.
تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمالالدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن(سژشنبه د غویي اتمه) په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار شوی او د اسلامي امارت رسمي اعتراضلیک ورته وسپارل شو.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمالالدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د هېواد له هوايي حریم او ځمکني بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللی او غندلي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي: اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې، چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي؛ ردوي او ټینګار کوي، چې د دې وضعیت ریښې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري او له پوځي رژیم یې غوښتي، چې له ورته کړنو څخه ډډه وکړي.
د خبرپاڼې په وروړستۍ برخه کې خبرداری ورکړ شوی، چې د دا ډول «غیرمسوولانه» اقداماتو دوام کولی شي ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
په اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له کبله د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په ځینو سیمو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې؛ ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړي توګه ښوونیز مرکزونه باید په هر حالت کې له بریدونو وساتل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی2 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ2 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه1 day agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
څار3 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې

