تازه خبرونه

د کابل په استالف کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د دغې کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ او څرګندوي؛ له دې کارخونې سره به د سیمې اقتصاد پر حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

Published

on

نن چارشنبه(د زمري اتمه ) د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ۱۰ زره ټنه کلني ظرفیت لرونکې د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د دغې کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ او څرګندوي؛ له دې کارخونې سره به د سیمې اقتصاد پر حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې. نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې لپاره نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.

همداراز هغه وایي؛ اسلامي امارت د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی، د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.

هغه بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بسته‌بندۍ ټینګار وکړ او دا کار یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم وبلل.

ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي: اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې زیاتېدا لپاره پر سیمه‌ییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نیکه‌مرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ شبکې پراختیا موندلې، چې پرمټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.

هغه وایي: اسلامي امارت هڅه کوي؛ د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو ټولنې په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له ښکېلو هېوادونو سره خبرې کړي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.

د ممیزو د دې کارخونې د پرانیستې پرمهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او پانګوالو هڅې اړینې بولي او وایي، چې پانګوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د دغه فابریکې له لوري پروسس او بسته‌بندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې آسیا هېوادونو ته صادر شي

ملا برادر د ممیزو د پروسس کارخونې د مسوولینو د پانګونې او فعالیت له پيل د هرکلی ترڅنګ زیاته کړې؛ ټول پانګوال کولی شي، چې پر کرنه او صنعت سربېره د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ټرانسپورټ او خدماتو په برخو کې پانګونه وکړي او د کمیت پر ځای کیفیت او معیاري پروسس او بسته‌بندۍ ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده، چې د ممیزو د پروسس فابریکه په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې جوړه شوې؛ ۸ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.

Trending

Exit mobile version