تازه خبرونه
د کابل په پاسپورت ریاست کې افغان بېسیم د مراجعینو د تمخونې جوړول پیل کړل
د کابل پاسپورت ریاست په انګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت لخوا د مراجعینو لپاره د د تمخونې ( د انتظار سالون) د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت او پاسپورت ریاست چارواکو د پاسپورت دفتر لپاره د تمخونې د بنسټ ډبره کېښوده. دغه تمخونه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دوه میلیون افغانیو پر مالي مرسته جوړېږي.
د دغه شرکت استازي وايي، دا تمخونه به د ۵۰۰ کسانو د ځایولو وړتیا ولري.
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د ساحوي زون مشر وايي، چې د دې تمخونې پر جوړېدو څه باندې دوه ميليونه افغانۍ لګښت راځي او له جوړېدو سره به یې له ۵۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کیناستو زمینه برابره شي.
د پاسپورټ ریاست مرستیال حافظ عبدالخالق محمدي د افغان بېسیم شرکت له دې کار څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ ويلي، چې مراجعینو ته به په دې تمخونه کې د تودوخې او سړې هوا آسانتیاوې هم برابرې کړي.
پاسپورت غوښتونکی محمد قسیم وایي؛ مونږ له افغان بیسیم مخابراتي شرکت څخه مننه کوو، چې د مراجعینو لپاره یې انګر تاسیس کړی، چې په ژمي او وړي کې توده او سړه هوا خوندي کړي.
د پاسپورت یو بل غوښتونکي نصیب ګل ویلي؛ مونږ له افغان بېسیم شرکت څخه مننه کوو، چې له خلکو سره همکاري کوي.
افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دې تر څنګ له دولتي ادارو سره په ساختماني برخه کې همکاري کړې او د دغه شرکت مسوولین وايي، چې له خلکو او دولت سره په ډېرو نورو برخو کې به بېلابېلې همکارۍ روانې وساتي.
تازه خبرونه
د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مخه د امریکا فشار نیولې – اسلامي امارت
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، پر ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو د امریکا فشار د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
مجاهد ویلي:« ښايي دوی دا په ښکاره ونه وايي او یا یې اعلان نه وي کړی، خو په ټوله کې داسې ښکاري، چې پر ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو فشار راوړل کېږي او له مونږ سره د تعامل مخه نیول کېږي. که داسې نه وای؛ تر اوسه باید تعامل شوی وای.»
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، ځینې هېوادونه اوس هم د نړۍ د سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي، چې له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا مخه نیسي.
هغه وایي:« هغه هېوادونه، چې له مونږ سره په جګړه یا شخړه کې ول یا ځینې هغه هېوادونه، چې اوس هم د همدغو سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي؛ په طبیعي ډول نهدي توانېدلي، چې د تعامل په برخه کې پرمختګ وکړي. پړه پر افغانستان نهده او د دوی سیاستونه له جګړې راپدېخوا بدل شوي نهدي.»
دغه راز شنونکیو ويلي، امریکا اوس هم د ډېرو هېوادونو پر بهرنیو سیاستونو د پام وړ اغېز لري.
د دوی پر باور، تر هغې، چې واشنګټن د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله نهکړي؛ د رسمیت پېژندنې پر لوري نور پرمختګ به هم له ستونزو سره مخ وي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصادي ګټو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
تازه خبرونه
افغانستان باید یوازې له امنیتي زاویې ونه څېړل شي- محمودخان اچکزی
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د مخالفانو مشر محمود خان اچکزي ويلي، افغانستان په سیمهییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي زاویې څېړل کېږي.
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
هغه زیاته کړې، د سیمې امنیتي ستونزې یوازې له افغانستان سره تړاو نهلري او د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د سترو او سیمهییزو هېوادونو د سیالیو رول هم باید په پام کې ونیول شي.
اچکزي ویلي؛ هغه ځواکونه او نیابتي ډلې، چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې ښکېل ول، د دغه هېواد په ویجاړۍ کې تاریخي مسوولیت لري.
تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزیر او د قطر سفیر د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
-
تازه خبرونه5 days agoله بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیانمن کړ- ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا
-
تازه خبرونه5 days agoد ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
-
نړۍ5 days agoد نیپال او چین په سېلابونو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان نادرکه شول
-
نړۍ5 days agoد سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د اصلي تورن محاکمه د ۲۰۲۸ز.کال په جون کې ترسره کیږي
-
لوبی16 hours agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه5 days agoد پښتو او دري ژبو د املا لپاره د منظمې او همغږ لیکدود رامنځته کول اړین دي – مهاجر فراهی
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
